د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې پشاور نادرن بائی پاس منصوبې سره اړونده غونډه ٬ منصوبه ترسره كولو له د بريج فنانسنګ په توګه د 3.9 ارب روپو جاري كولو پريكړه وكړې شوه

پېښور ۔ 01 جنوری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي په مشرۍ كښې پشاور نادرن بائی پاس منصوبې سره اړونده غونډه وشوه په كومه كښې چې منصوبه ترسره كولو له د برېج فنانسنګ په توګه د 3.9 ارب روپو جاري كولو پرېكړه وشوه۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې په غونډه كښې د وزيراعلی لخوا د منصوبې بشپړولو له 3.9 ارب روپۍ د برېج فنانسنګ په …

پېښور ۔ 01 جنوری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي په مشرۍ كښې پشاور نادرن بائی پاس منصوبې سره اړونده غونډه وشوه په كومه كښې چې منصوبه ترسره كولو له د برېج فنانسنګ په توګه د 3.9 ارب روپو جاري كولو پرېكړه وشوه۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې په غونډه كښې د وزيراعلی لخوا د منصوبې بشپړولو له 3.9 ارب روپۍ د برېج فنانسنګ په توګه د جاري كولو پرېكړه وكړې شوه۔ په غونډه كښې د اېن اېچ اے چارواكو د منصوبې تر جون 2026 د ترسره كولو باور وركړو۔ غونډې ته خطاب كښې وزيراعلی ووئيل د ناكافي فنډنګ د لاسه پشاور نادرن بائی پاس كال 2010 څخه تر دې دمه بشپړ نه شو چې له امله يۍ د خېبر پښتونخوا پرمختيائي منصوبې تاخير سره مخ دي۔ غونډې ته په منصوبه تر دې دمه شوي د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې په منصوبه تر دې دمه 23.5 ارب روپۍ مصرف شوي دي٬ مجموعی فنانشل پراګرېس 85.6 فیصد دے۔ په غونډه كښې د وزيراعلی د خزانې سلاكار مزمل اسلم ، د نېشنل هائي وېز غړې ، د پېښور كمشنر او د اړوندو صوبائي څانګو چاراكي هم موجود وو۔

مزید خبریں