زيارت ۔ 26 دسمبر (اے پي پي) په زيارت بلوچستان كښې د قائداعظم په رېزېډنسي د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناع د زېږدنې په ورځ يو وقار لرونكې او په زړه پورې دستوره وشوه چې پكښې د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي ٬ كور كمانډر بلوچستان٬ انسپكټر جنرل فرنټيئر كور (نارته) د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو پشمول اعلې عسكري او سول چارواكو ګډون كړې٬ دغسې قبائلې مشران ٬ …
په زيارت كښې د قائداعظم په رېزيډنسي په زړه پورې دستوره ٬ د بلوچستان وزيراعلې٬ كور كمانډر٬ آئې جي ايف سي او د نورو لوړ پورو ګدون

مزید خبریں
زيارت ۔ 26 دسمبر (اے پي پي) په زيارت بلوچستان كښې د قائداعظم په رېزېډنسي د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناع د زېږدنې په ورځ يو وقار لرونكې او په زړه پورې دستوره وشوه چې پكښې د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي ٬ كور كمانډر بلوچستان٬ انسپكټر جنرل فرنټيئر كور (نارته) د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو پشمول اعلې عسكري او سول چارواكو ګډون كړې٬ دغسې قبائلې مشران ٬ د ګلګت بلتستان نه راغلي مېلمانه او نور هم موجود وو۔ دستوره كښې ځائې ماشومانو ملي نغمې وړاندې كړې او پخپلو تقريرونو كښې يې بابا ئے قوم ته پېروئنې وړاندې كړې۔ په دې مهال وزيراعلې د قائداعظم ځانګړي قامي خدمات٬ اصولي قيادت او هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د قائد په افكار عمل كولو سره پاكستان د ترقۍ ٬ خوشحالۍ او استحكام په لار تللے شي٬ ده ووئېل ايمان ٬ اتحاد او تنظيم هغه زرين اصول دي كوم چې نن هم د قام لپاره د لارې مشالونه دي۔ دستوره كښې شريكو وګړو د بابائے قام د ولادت په ورځ هغه ته عقيدت وړاندې كولو سره ووئېل د پاكستان آزداۍ لپاره د مشرانو او كاركنانو لوي قربانۍ زمونږ د قامي تاريخ قيمتي سرمايه ده او دغه قربانۍ هېرېدې نشي۔










