پېښور 23 دسمبر (اے پي پي) د خيبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د نهې په ورځ د ضلع كرك په ګرګري سيمه كښې په پوليس وېن د ډزو د پېښې په سختو ټكو غندنې كولو سره په بريد كښې د پنځو پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعلي هاٶس وياند له مخې محمد سهېل آفريدي ووئيل د پوليس په ګزمه كونكي ګاډي …
وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په كرك ضلع كښې د پوليس په ګزمه كونكي ګاډي د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
پېښور 23 دسمبر (اے پي پي) د خيبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د نهې په ورځ د ضلع كرك په ګرګري سيمه كښې په پوليس وېن د ډزو د پېښې په سختو ټكو غندنې كولو سره په بريد كښې د پنځو پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعلي هاٶس وياند له مخې محمد سهېل آفريدي ووئيل د پوليس په ګزمه كونكي ګاډي بريد د افسوس او غندنې وړ دے، ككړ كسان به قانون سره مخ كولې شي۔ سهېل آفريدي ووئيل د پوليس اهلكارو قربانۍ به عبث نه ځي٬ صوبائي حكومت خپل پوليس سره ولاړ دے۔ ده ووئيل امن او امان په ځاے ساتل د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده ٬ دا ډول بزدلانه بريدونه زمونږ حوصلې نشي ماتولې۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونې كولو سره ووئيل حكومت د شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دے










