د هيواد روښانه سباؤن لوستي او هنرمند ځوانان دي : فيصل كريم كنډي

پېښور ۔ 21 دسمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د هيواد روښانه سباؤن لوستي او هنرمند ځوانان دي٬ زلمي ګرېجوېټس دې د خپلو زده كړو او صلاحيتونو د لارې د هېواد په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړي۔ علامه اقبال اوپن پوهنتون ټولې طبقې د فاصلاتي نظام لاندې لوستې جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه …

پېښور ۔ 21 دسمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د هيواد روښانه سباؤن لوستي او هنرمند ځوانان دي٬ زلمي ګرېجوېټس دې د خپلو زده كړو او صلاحيتونو د لارې د هېواد په پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړي۔ علامه اقبال اوپن پوهنتون ټولې طبقې د فاصلاتي نظام لاندې لوستې جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په نشتر هال پېښور كښې د اوپن پوهنتون (كے پي كے چېپټر) كلن كانووكېشن ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ کانووکېشن كښې د پوهنتون وي سي پروفیسر ډاکټر ناصر محمود، ډی جی ریجنل سروسز ډاکټر ملک توقیر خان، رجسټرار مېجر (ر) عمر یونس، کنټرولر امتحانات زاهد خاکی، فېکلټی غړي ، زده كوؤنكي او مور پلار موجود وو۔ په خپل خطاب كښې ګورنر فارغ التحصيل ګرېجوېټس٬ د هغوي مور او پلار او فېكلټي له مباركي وركړه۔ ګورنر ووئيل په لرې پرتو سيمو كښې په خپل كور كښې ناست كسانو ته د زده كړو آسانۍ رسول د اوپن پوهنتون يو غېر معمولي اقدام دے۔ ده ووئيل حكومت نجي او سكاري تعليمي ادارو ته ټولې آسانۍ وركوي۔ هر كال د بجټ يوه لويه برخه د زده كړې څانګې لپاره بېلولې شي۔ ګورنر په دې موقع 144 ګرېجوېټس ته سندونه او 15 زده كوؤنكو ته په غوره كاركردګۍ ګولډ مېډلز وركړل۔ د پوهنتون په دستوره كښې په ګډون او د زده كوؤنكو په ډاډګيرنه كولو د ګورنر مننه وكړه۔ ده په خپله وېنا كښې د پوهنتون په مجموعي كاركردګۍ هم رڼا واچوله۔

مزید خبریں