د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي په پوليس ټرېننګ كالج كوئټه كښې د تر سره شوو بېلو پرمختيائي منصوبو پرانسته وكړه

كوئټه۔ 19 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي د جمعې په ورځ د پوليس ټرېننګ كالج كوئټه كښې د تر سره شوو بېلو پرمختيائي منصوبو پرانسته وكړه۔ هغه پوليس ټرېننګ كالج ته په رسېدو د شهدا يادګار ته لاړو او په يادګار يې د ګلونو څار وغوړو او د شهيدانو لوړو درجو لپاره يې دعا وكړه۔وزيراعلې پوليس ټرېننګ كالج كښې په جديد طرز د جوړ شوي …

كوئټه۔ 19 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي د جمعې په ورځ د پوليس ټرېننګ كالج كوئټه كښې د تر سره شوو بېلو پرمختيائي منصوبو پرانسته وكړه۔ هغه پوليس ټرېننګ كالج ته په رسېدو د شهدا يادګار ته لاړو او په يادګار يې د ګلونو څار وغوړو او د شهيدانو لوړو درجو لپاره يې دعا وكړه۔وزيراعلې پوليس ټرېننګ كالج كښې په جديد طرز د جوړ شوي فټ بال مېدان او د نيو مېس رسمي پرانسته وكړه۔ هغه ووئېل پوليس ټرېننګ كالج كښې اسانۍ ښه كوو چې مقصد يې د پوليس ځوانانو ته ښه ماحول ٬ معياري استوګنه او صحت مندو هلو ځلو لپاره موقعې وركول دي ٬ دغسې چې دوي په سباون كښې خپل فرائض په پېشه ور ډول تر سره كړے شي۔ وزيراعلې ووئېل د بلوچستان پوليس په مشكل حالاتو كښې د رياستي رټ جوړولو ٬ د اولس د ځان او مال تحفظ او د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې لازواله قربانۍ وركړي دي۔ ده ووئېل حكومت د بلوچستان پوليس حېر یښګړې له تربيې او د كار استعداد كښې زياتوالي لپاره تر هر څه وړومبۍ اقدامات كوي۔

مزید خبریں