بهر هيوادونو كښې ميشته 12 ملين څخه زيات پاكستاني وګړي زمونږ قيمتي اثاثه ده۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كډوالو نړيوالې ورځ په موقع پیغام

اسلام آباد۔ 18 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته 12 ملين څخه زيات پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده٬د هغوي ترسيلات زر د هېواد معيشت لپاره لويه سهارا ده٬ د داسې كسانو همت او حوصله ٬قربانۍ٬ د قدر وړ خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كوو څوك چې د خپل هېواد په پرېښودلو محنت مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته ځي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس …

اسلام آباد۔ 18 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته 12 ملين څخه زيات پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده٬د هغوي ترسيلات زر د هېواد معيشت لپاره لويه سهارا ده٬ د داسې كسانو همت او حوصله ٬قربانۍ٬ د قدر وړ خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كوو څوك چې د خپل هېواد په پرېښودلو محنت مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته ځي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د كډوالو نړيوالې ورځ په موقع پیغام كښې كړې۔وزيراعظم ووئيل د كډوالو په نړيواله ورځ پاكستان د ټولې نړۍ هېوادونو سره په ګډه د داسې كسانو همت او حوصلې٬قربانو او د قدر وړ خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كوي څوك چې خپل د هېواد په پرېښودلو محنت مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته ځي٬د كډوالو په مناسبت سره په سږ كال دا ورځ”زما د هلو ځلو قيصه:كلتورونه او پرمختګ”په سرخط لمانځلې كيږي٬دا ځالانده حقيقت رامخې ته كوي چې بشري تګ راتګ په لويه پيمانه بركت ثابتېږي۔ده ووئيل بيل سماجي پس منظر د ځان دننه ځاے كړي او د انسانانو تګ راتګ ټولنې په كلتوري توګه مالامال كوي او په ټولنه كښې جدت او تخليق ته وده وركوي۔ د ګڼ اړخيزه كلتورونو ټولنه چې كله په شريكه مرسته٬وقار او د حقونو په اصولو اډانه وي نو د اوږ مهاله پرمختګ مخ په وړاندې ځي۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته 12 ملين څخه زيات پاكستاني زمونږ قيمتي اثاثه ده٬ د سمندر پورې پاكستانيان د خپل خوږ هېواد صلاحيتونو او كلتور سفيران او د پاكستان او نورو قامونو ترمينځه مضبوط پل دے٬د هغوي ترسيلات زر كوم چې هر كال 38 ارب ډالر څخه زيات دې٬د هېواد معيشت لپاره لويه سهارا ده او د لاكهونو كورنيو ذريعه ده٬خو د هغوي اصل طاقت د هغوي مهارت٬محنت او په عزم كښې پټ دے٬ ده ووئېل د پاكستان حكومت بهر تلونكو كسانو هنر منده جوړولو له انتظامات ضروري ګڼي ځكه چې د نن نړيوال معيشت كښې كاميابۍ لپاره يوازې فني مهارت نه بلكې سماجي صلاحيتونه او د ژبو عبور هم ضرورې دے٬ دې مقصد له مخې حكومت فني او پيشه وره تربيتي نظام نړيوال معيار سره سموي

مزید خبریں