اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي) بلوچستان كښې په جهل مګسي كښې د ډيزرټ جيپ ريلي 2025 په زړه پرې سيالۍ او دستورې په كاميابۍ سره تر سره شوې۔ د تفصيلات تر مخه د ريلې په مهال آف روډ چېلنچ سيالۍ خوندورې او زړه راښكونكې وې۔ په مختلف كېټېګريز سيالو كښې شريكو ډرائيورانو د غېر معمولي پوهې ٬ تند رفتارۍ او جرات څرګندونه وكړه۔ په ريلي كښې په مجموعي …
بلوچستان٬ جهل مګسي كښې د ډيزرټ جيپ ريلي 2025 سيالۍ٬

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي) بلوچستان كښې په جهل مګسي كښې د ډيزرټ جيپ ريلي 2025 په زړه پرې سيالۍ او دستورې په كاميابۍ سره تر سره شوې۔ د تفصيلات تر مخه د ريلې په مهال آف روډ چېلنچ سيالۍ خوندورې او زړه راښكونكې وې۔ په مختلف كېټېګريز سيالو كښې شريكو ډرائيورانو د غېر معمولي پوهې ٬ تند رفتارۍ او جرات څرګندونه وكړه۔ په ريلي كښې په مجموعي توګه 51 ډرائيورانو برخه واغسته چې پكښې دوه مېرمنې هم وې۔ سيالي ډېرې سختې او د تكنيكي چېلنجز نه ډكې وې ٬ كومې چې كتونكو ډېرې خوښې كړې۔ اختتامي دستوره كښې د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخېل د خاص مېلمه په حېث ګدون وكړو او په بېلا بېلو برخو كښې ګته تر لاسه كوونكو ډرائيورانو له يې انعامات وركړل او د هغوي كاركاردګي يې وستائېله۔ د ريلې په مهال د ايف سي بليچستان (نارته) او د ضلعې سول انتظاميه د اړخه د امنيت ټينګ انتظامات شوي وو۔










