پېښور 17 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي د زمونږ كور ګرلز كېمپس او وېمن كرائسز سنټر دوره كړې ده ۔ د وزيراعلي هاٶس وياند له مخې وزيراعلٰې په زمونږ كور كښې مېشته انجونو سره وليدل او د هغوي مسئلې ئې واورېدې او د ھغې په سمدستي توګه د حل كولو يې امر وكړٶ۔ په دې موقع ده ووئيل د سټيټ چلډرن پالنه د حكومت آئيني، …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د زمونږ كور ګرلز كېمپس او وېمن كرائسز سنټر دوره

مزید خبریں
پېښور 17 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي د زمونږ كور ګرلز كېمپس او وېمن كرائسز سنټر دوره كړې ده ۔ د وزيراعلي هاٶس وياند له مخې وزيراعلٰې په زمونږ كور كښې مېشته انجونو سره وليدل او د هغوي مسئلې ئې واورېدې او د ھغې په سمدستي توګه د حل كولو يې امر وكړٶ۔ په دې موقع ده ووئيل د سټيټ چلډرن پالنه د حكومت آئيني، اخلاقي او انساني ذمه واري ده۔ وزيراعلٰې په دې موقع د انجونو په فرمائش هغوي ته د زانګوګانو ٬ د لوبو سامان، کمپيوټر ليب، پينټنګ او د تفريحي سامان وركولو امر وركړو۔ وزيراعلي سهېل آفريدي زمونږ كور د سکول اپ ګريډ او ګرلز کيمپس لپاره د نوې ودانۍ باوري كولو سره ووئيل د پي ټي آئي باني وژن له مخئ صوبې ته د فلاحي رياست عملي شكل وركوٶ۔










