كوئټه۔ 16 دسمبر (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي په مشرۍ كښې د یبلك ډوېلپمنټ پروګرام په اړه د پارلماني كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ غونډه كښې د صوبائي حكومت اتحادي ګوندونو پارلماني لارښودو ٬ د كمېټۍ غړو ٬ صوبائي وزيرانو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې بلوچستان كښې د كركېلې څانګه په جديد ډول روانولو لپاره د هائېډرو پونكس اسانيو جوړولو او د …
د بلوچستان د كركېلې څانګه په جديد ډول راونولو لپاره د پونكس ټېكنالوجۍ معارفي كولو پرېكړه

مزید خبریں
كوئټه۔ 16 دسمبر (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي په مشرۍ كښې د یبلك ډوېلپمنټ پروګرام په اړه د پارلماني كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ غونډه كښې د صوبائي حكومت اتحادي ګوندونو پارلماني لارښودو ٬ د كمېټۍ غړو ٬ صوبائي وزيرانو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې بلوچستان كښې د كركېلې څانګه په جديد ډول روانولو لپاره د هائېډرو پونكس اسانيو جوړولو او د باغبانۍ ودې لپاره د يوې منصوبې منظوري وركړې شوه او پرېكړه وشوه چې دا ابتدائي منصوبه به په وړومبۍ پړاؤ كښې په لسو ضلعو كښې پېل كولې شي او د منصوبې كاميابۍ او ښو نتيجو نه پس به وار په وار تر نورو ضلعو پراخه كولې شي۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د هائېډرو پونكس غوندې جديد زرعي نظام د لږو اوبو كارولو سره زيات پېداوار تر لاسه كولو كښې ښكار كردار ادا كولې شي۔غونډې ته وزيراعلې ووئېل د بلوچستان د كركېلې څانګه په جديد ډول راونولو لپاره به پونكس ټېكنالوجۍ معارفي كولې شي دغسې چې د لږو اوبو كارولو سره كروند ګر زيات پېداوار تر لاسه كړے شي۔









