پښور ۔ 16 دسمبر (اے پي پي) د باجوړ تحصیل سالارزئۍ په تنګي سيمه كښې د پولیو مخ نيوي په ډله د نامعلومه كسانو د لاسه د باجوړ پولیس کانسټیبل سجاد احمد شهید جنازہ په پولیس لائن باجوړ كښې د سرکاري اعزاز سره ادا کړې شوه ۔ په جنازہ كښې ډپټي کمشنر باجوړ شاهد علي خان، ډسټرکټ بریګیډیئر هیډکوارټر باجوړ سکاؤټس وقاص ګھمن، ضلعې انتظاميه او د پولیس افسرانو او …
د پولیو ډیوټۍ په مهال د شهید شوي کانسټیبل سجاد احمد جنازہ د سرکاري اعزاز سره ادا کړې شوه۔

مزید خبریں
پښور ۔ 16 دسمبر (اے پي پي) د باجوړ تحصیل سالارزئۍ په تنګي سيمه كښې د پولیو مخ نيوي په ډله د نامعلومه كسانو د لاسه د باجوړ پولیس کانسټیبل سجاد احمد شهید جنازہ په پولیس لائن باجوړ كښې د سرکاري اعزاز سره ادا کړې شوه ۔ په جنازہ كښې ډپټي کمشنر باجوړ شاهد علي خان، ډسټرکټ بریګیډیئر هیډکوارټر باجوړ سکاؤټس وقاص ګھمن، ضلعې انتظاميه او د پولیس افسرانو او اولس په لويه شمېره ګډون وكړو ۔ په دې موقع د باجوړ پولیس يو چټك ډلې شهید ته سلامي وكړه ۔ډپټي کمشنر باجوړ ، بریګیډیئر ھیډکوارټر باجوړ سکاؤټس او ایس پي انوسټي ګیشن باجوړ په قبر د ګلونو څادر وغوړوو او د هغه مغفرت او لوړو درجو لپاره يې دعا وكړه ۔ یاد دې وي نن د نهې په سهار د باجوړ په تحصیل سالارزئۍ سيمه كښې د نامعلومه كسانو په ډزو د پولیو ډلې په امنيت مامور پولیس اهلکار سجاد احمد اور يو عام وګړے شهید شوي وو ۔









