د وزيراعلې سهیل آفریدي د لیډي ریډنګ هسپتال ناڅاپي دورہ

پیښور ۔ 16 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي د نهې په ورځ د لیډي ریډنګ هسپتال پیښور ناڅاپي دورہ وكړه چرته چې هغه ته وګړو د انتظامیه خلاف د ګيلو انبار ولګولو ۔ د وزیراعلی كور پیښور وياند تر مخه د وګړو وېنا وه چې هسپتال كښې رنځوان تړقېږي او انتظامیه او عمله د ډیوټۍ په مهال موبائل فون كارولو كښې بوخت وي ٬ د …

پیښور ۔ 16 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي د نهې په ورځ د لیډي ریډنګ هسپتال پیښور ناڅاپي دورہ وكړه چرته چې هغه ته وګړو د انتظامیه خلاف د ګيلو انبار ولګولو ۔ د وزیراعلی كور پیښور وياند تر مخه د وګړو وېنا وه چې هسپتال كښې رنځوان تړقېږي او انتظامیه او عمله د ډیوټۍ په مهال موبائل فون كارولو كښې بوخت وي ٬ د كومې په سبب چې په درملنه كښې ډېر ستونزې رامخې ته وي ۔وزیراعلیٰ د ګيلو نوټس اغستو سره ووئېل د نن نه به د هسپتال انتظامیه ، د سرکاري سکولونو استاذان او ټول سركاري ملازمین د ډیوټۍ په وخت موبائل فون نه كاروي ۔ ده اولس ته غږ وكړو كه د كوم ډاکټر یا عملې سره د ډیوټۍ په مهال د موبائل كارول اوينئ نو د هغې ویډیو جوړه كړې دغسې چې سمدستي کارروائي وكړو ، ده ووئېل تاسو شکایت راولېږئ ٬ نور كار زما دے ، مونږ د شکایت سیل فعاله كوو ٬ دغسې چې د اولس ګېلې سمدستي لرې كول ممکن كړې شي ۔دغسې ده د روغتون انتظاميه ته د رنځورانو مسائل سمدستي د لرې كولو او د درملنې په اړه خاص سپارښتنه وكړه۔

مزید خبریں