بلوجستان د څښلو پاكو اوبو پشمول د بنيادي ضروريات شديد كمي سره مخ دے ٬ سردار عبدالرحمان

كوئټه۔ 15 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د پبلك هيلته(پي ايچ اي) صوبائي وزير عبدالرحمان كهيتران وئېلي دي بلوچستان دا وخت د سخت قدرتي آفاتونو ښكار دے٬ چرته چې اولس د څښلو پاكو اوبو پشمول د بنيادي ضروريات شديد قلت سره مخ دے۔ د محدود وسائلو باوجود صوبائي حكومت په زړه پورې هڅې كوي چې اولس ته د څښلو پاكې اوبه خو تر لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه …

كوئټه۔ 15 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د پبلك هيلته(پي ايچ اي) صوبائي وزير عبدالرحمان كهيتران وئېلي دي بلوچستان دا وخت د سخت قدرتي آفاتونو ښكار دے٬ چرته چې اولس د څښلو پاكو اوبو پشمول د بنيادي ضروريات شديد قلت سره مخ دے۔ د محدود وسائلو باوجود صوبائي حكومت په زړه پورې هڅې كوي چې اولس ته د څښلو پاكې اوبه خو تر لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په شخصي ټي وي چېنل خبرو كښې وكړه۔ صوبائي وزير ووئېل د زلزلو او سېلاب راتلل او د بارانونو نه كېدل په قدرتي آفاتونو كښې شمېرلے كېږي او د بده مرغه بلوچستان د تېرو څو كلونو نه پرله پسې د دې آفتونو سره مخ دے۔ ده ووئېل صورتحال تر دې سنګين شوے دے چې ځناور مړي او اولس د څښلو اوبو ته كړېږي٬ په زمكه كښې دننه د اوبو كچه تر خطرناك حد ښكته تللې ده ٬ د كومې په سبب نزدې هغه بندونه اوچ شوي دي كوم چې صوبائي حكومت د اولس اسانيو لپاره جوړ كړې وو۔ صوبائي وزير ووئېل صوبائي حكومت د شته وسائلو تر مخه په ناڅاپي بنيادونو ګامونه اخلي دغسې چې ځپلو سيمو كښې د اوبو وركړه باوري كړې شي۔ ده ووئېل حكومت اول پام لرنه د انسانانو ژوند تحفظ ته او اولس ته د څښلو پاكو اوبو وركولو ته كوي

مزید خبریں