پېښور ۔ 15 دسمبر (اے پی پی)د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی وروستې تقرير د زمكيزو حقائقو نفي كوي او په دې كښې د صوبو اصلې مسئلې نظر انداز كړې شوي دي۔ په خپل بيان كښې امير مقام ووئيل چې وزيراعلی په قصد سره د صوبې د سركاري روغتونونو په ناوړه صورتحال او د روغتيا په سنګين بحران …
د پنجاب په وزيراعلی ذاتي بريدونه د سياسي ناكامۍ اعتراف دے : امير مقام

مزید خبریں
پېښور ۔ 15 دسمبر (اے پی پی)د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی وروستې تقرير د زمكيزو حقائقو نفي كوي او په دې كښې د صوبو اصلې مسئلې نظر انداز كړې شوي دي۔ په خپل بيان كښې امير مقام ووئيل چې وزيراعلی په قصد سره د صوبې د سركاري روغتونونو په ناوړه صورتحال او د روغتيا په سنګين بحران له خبرو كولو څخه ډډه وكړه۔ حقيقت دا دے چې د خېبر پښتونخوا د روغتيا نظام سخت فشار سره مخ دے او اولس له بنيادي آسانيو څخه محرومه دي۔ ده ووئيل د صوبائي حكومت لخوا د زيرو كرپشن پرله پسې ادعاګانې كيږي خو ددې باوجود د بی آر ټی او صحت کارډ په څير لويې سكېنډلز رامخې ته شوي دي۔ ده پوښتنه وكړه چې په خېبر پوښتونخوا كښې كه هر څه په سپېځلې ډول كيږي نو بيا د دې صوبې ځوانان د روزګار په تلاش كښې در په در ولې ګرځي۔ ده ووئيل مخ په زياتېدونكې بې روزګاري او بدحالي ددې خبرې ښكاره ثبوت دے چې حكومتي بيانيه حقائقو سره مطابقت نه لري۔ امير مقام زياته كړه چې مریم نواز يوه آئيني او اولس مېنډېټ سره ټاكلې شوې وزيراعلې ده او په دې د ذاتي نوعيت بريدونه په حقيقت كښې د خپلې ناكامۍ اعتراف دے۔ ده ووئيل د رياست بلېك مېل كولو سياست اوس كاميابېدے نه شي او اولس به د كاركردګۍ او زمكيزو حقائقو په بنياد پرېكړې كوي۔











