كوئټه 12دسمبر(اے پی پی)د تعليم محكمې د بلوچستان په سكولونو كښې په ټولو سركاري او نجي تعليمي ادارو كښې د ژمي رخصتيو شيډول جاري كړے دے۔د تعليم محكمې لخوا جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې يخو سيمو(ونټر زون)او ګرمو سيمو (سمر زون)لپاره د رخصتيو نېټې بيلې بېل دي۔نوټيفكيشن له مخې د بلوچستان په يخو سيمو كښې د تعليمي ادارو رخصتۍ به د 16 دسمبر نه تر 28 فروري 2026 وي او …
د تعليم محكمې د بلوچستان په سكولونو كښې د ژمي رخصتيو شيډول جاري كړو

مزید خبریں
كوئټه 12دسمبر(اے پی پی)د تعليم محكمې د بلوچستان په سكولونو كښې په ټولو سركاري او نجي تعليمي ادارو كښې د ژمي رخصتيو شيډول جاري كړے دے۔د تعليم محكمې لخوا جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې يخو سيمو(ونټر زون)او ګرمو سيمو (سمر زون)لپاره د رخصتيو نېټې بيلې بېل دي۔نوټيفكيشن له مخې د بلوچستان په يخو سيمو كښې د تعليمي ادارو رخصتۍ به د 16 دسمبر نه تر 28 فروري 2026 وي او ګرمو سيمو كښې به رخصتۍ د 22 دسمبر 2025 نه تر 4 جنوري 2026 وركولې شي۔د تعليم محكمې ټولو تعليمي ادارو ته هدايت كړے چې هغوي د جاري شوي شيډول له مخې په تعطيلات عملدرآمد باوري كړي۔











