پېښور ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جمعې په ورځ میری لېنډ، امریکا كښې مېشته پاکستاني کاروباري شخصیت سید مجاهد په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په دې موقع د شاهین ګروپ آف ریټیل اېنډ فرنچائز ډوېلپمنټ باني او سي اي او سيد اېم اقبال هم موجود ؤ۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې …
اوورسيز پاكستانيان د صوبې معاشي مضبوطيا ٬ سماجي خير ښيګړه او نړيوال تړون لا قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي: فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جمعې په ورځ میری لېنډ، امریکا كښې مېشته پاکستاني کاروباري شخصیت سید مجاهد په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په دې موقع د شاهین ګروپ آف ریټیل اېنډ فرنچائز ډوېلپمنټ باني او سي اي او سيد اېم اقبال هم موجود ؤ۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې د سرمايه كارۍ په موقعو ٬ د سماجي څانګو په بهترۍ او بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانو وګړو په كردار د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سید مجاهد په خېبر پښتونخوا كښې په كاروبار او د سماجي پرمختګ په بېلو منصوبو كښې خوښي لرلو سره ووئيل اوورسیز پاکستانیان تل د مورني وطن د پرمختګ عزم لري۔ ګورنر ووئيل اوورسيز پاكستانيان د صوبې معاشي مضبوطيا ٬ سماجي خير ښيګړه او نړيوال تړون لا قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل حكومت به سرمايه كارو او په سماجي څانګه كښې خذمات ترسره كوؤنكو ته هر ډول آسانۍ وركوي۔ ګورنر ووئيل په صوبه كښې د سرمايه كارۍ ٬ تجارت او سېلګرۍ بلها موقعې دي او حكومت غواړي چې اوورسيز پاكستانيز دې څڅه ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل اوورسيز پاكستانيان د صوبې معاشي مضبوطيا ٬ سماجي خير ښيګړه او نړيوال تړون لا قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔(











