د خیبر پښتونخوا ګورنر سره آذربائیجان كښې د تابيا شوي کک باکسنګ ورلډ کپ ګټونكې حمید ملاقات

پیښور ۔ 12 دسمبر (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره په آذربائیجان كښې د تابيا شوي کک باکسنګ ورلډ کپ ګتونكې حمید په ګورنر هاوس پیښور كښې ملاقات كړے دے ۔ د جمعې په ورځ د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه د لوبغاړي پلار هم د هغه سره ؤ ۔ ګورنر د حمید په نړيواله كچه د کامیابۍ ستائنې کولو سره ووئېل داسې ځوانان …

پیښور ۔ 12 دسمبر (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره په آذربائیجان كښې د تابيا شوي کک باکسنګ ورلډ کپ ګتونكې حمید په ګورنر هاوس پیښور كښې ملاقات كړے دے ۔ د جمعې په ورځ د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه د لوبغاړي پلار هم د هغه سره ؤ ۔ ګورنر د حمید په نړيواله كچه د کامیابۍ ستائنې کولو سره ووئېل داسې ځوانان لوبغاړي د خیبرپښتونخوا او پاکستان روښانه څېره نړۍ ته وړاندې كوي ۔ملاقات كښې د لوبو په وده ، د ځوانانو اختیار منده كولو او د صوبې ټیلنټ په نړيواله كچه رسولو له په اقدامات تفصیلي خبرې وشوې ۔ ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل لوبغاړي د هېواد حقیقي سفیران دي، څوك چې پخپل محنت او کارکردګۍ د پاکستان پېژندنه مضبوطوي۔ ده ووئېل د خیبرپښتونخوا ځوان اتلانو عمر له د هېواد نامه روښانه كړې ده او حکومت د ځوانانو مکمل سرپرستي به روانه ساتي۔ حمید د سپورټس ودې او د لوبغاړو په ډاډګېرنه د ګورنر مننه وكړه ۔ هغه ووئېل د وړومبۍ ګورنر خیبرپښتونخوا په سپورټس ایوارډ شو كولو ګورنر د لوبغاړو او ځوانانو زړونه ګټلې دي

مزید خبریں