نوښار ضلعې څخه د غېر قانوني مېشته كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل روان دے٬ د كډوالو په عزت سره تللو لپاره انتظامات او اقدامات بشپړ دي

پیښور 11دسمبر(اے پي پي)نوښار ضلعې څخه د غېر قانوني مېشته كډوالو هېواد ته د بيرته تللو عمل روان دے۔ضلعې انتظاميې له مخې د زيارت په ورځ د پبو تركمن كيمپ څخه ګڼ شمېر افغان كورنۍ خپل هېواد ته روانې شوې۔د نوښار ضلعې انتظاميې لخوا د افغان كډوالو لپاره تر طورخم بارډر د لويو ټركونو او مزدو انتظام شوے دے۔د نوښار ايډېشنل ډپټي كمشنر(ريليف) اعجاز اختر د پبي اسسټنټ كمشنر عطاﺀ …

پیښور 11دسمبر(اے پي پي)نوښار ضلعې څخه د غېر قانوني مېشته كډوالو هېواد ته د بيرته تللو عمل روان دے۔ضلعې انتظاميې له مخې د زيارت په ورځ د پبو تركمن كيمپ څخه ګڼ شمېر افغان كورنۍ خپل هېواد ته روانې شوې۔د نوښار ضلعې انتظاميې لخوا د افغان كډوالو لپاره تر طورخم بارډر د لويو ټركونو او مزدو انتظام شوے دے۔د نوښار ايډېشنل ډپټي كمشنر(ريليف) اعجاز اختر د پبي اسسټنټ كمشنر عطاﺀ الله٬ د پبي ايډېشنل اسسټنټ كمشنر فياض احمد٬د پبي تحصيلدار او ځايې پوليس سره د پبي تركمن كيمپ نه د افغان كډوالو انخلا او انتظامات پخپله څارنه كوي۔د نوښار ضلعې انتظاميې د نېشنل پالېسۍ له مخې افغان كډوال په عزت سره ستنېدو لپاره ټول انتظامات او اقدامات كېږي۔

مزید خبریں