پیښور11 دسمبر (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د زيارت په ورځ د پیښور ښار د تاجرانو پلاوي ګورنر هاوس كښې ملاقات وكړو ۔ د ګورنر هاوس وياند تر مخه ملاقات كښې د پیپلز تریډرز فورم صدر عبدالولي ګل ترابي ، سیاسی وسماجی شخصیت عاقل خان شامل وو ۔ پلاوي كښې د پریس اینډ پبلشرز صدر ظفر خټک ،صوبائي جنرل سیکرټري سلیم الرحمٰن ٬ د …
د خیبر پښتونخوا ګورنر سره د پیښور سوداګرو ملاقات، د پاک افغان پولې تړلې كېدو څخه په پیښو ستونزو خبرې

مزید خبریں
پیښور11 دسمبر (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د زيارت په ورځ د پیښور ښار د تاجرانو پلاوي ګورنر هاوس كښې ملاقات وكړو ۔ د ګورنر هاوس وياند تر مخه ملاقات كښې د پیپلز تریډرز فورم صدر عبدالولي ګل ترابي ، سیاسی وسماجی شخصیت عاقل خان شامل وو ۔ پلاوي كښې د پریس اینډ پبلشرز صدر ظفر خټک ،صوبائي جنرل سیکرټري سلیم الرحمٰن ٬ د کابلۍ بازار صدر نکاف اللہ، صدر اکبر خان، سوشل ورکر شاهد بلال چمکني ، داود خان ، چیئرمین اشتیاق ، مولانا ابوبکر نقشبندي او نور شامل وو ۔د پلاوي لارښودو ووئېل ګورنر يو اولسي ګورنر دے د دوي د اړخه هرمکتبه فکر ته ګورنر هاؤس كښې چې كوم احترام او عزت وركړے كېږي ٬ دې سره د اولس او د ریاست او ریاستي ادارو په اړه مينه زياتېږي ۔ پلاوي ګورنر د پاک افغان سرحد په بندېدو سوداګرو ته د پیښو مسائلو نه خبر كړو ۔ په دې موقع ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل سرحدي صورتحال ته وفاق په زړه پورې پام لرنه كوي خو امن ترجیح ده ۔ هېواد كښې د ترهه ګرۍ چپه د افغانستان نه راځي٬ په داسې حالات كښې حکومت د وطن او اولس تحفظ باوري كولو لپاره تګلاره اختیار کړې ده ۔ ده ووئېل د صوبې سوداګرو مسائل حل كولو لپاره ما عمر له کردار ادا کړے او په سباون كښې به هم وکیل جوړېږم ۔ده ووئېل فانوني دستاویزات لرونكو افغانانو ته هيڅ مسئله نشته او د غیر قانوني استوګنو غېر ملكيانو سره د نړيوال قوانین تر مخه عمل کول ضروري دے ۔۔











