كوئټه۔ 11 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي وئېلي دي په صوبه كښې د جديد طبي آسانيو وركړه د اولس د ځان او مال بچ كول او د ايمر جنسي په صورتحال كښې په وخت او د معياري علاج وركړه ضروري ده٬ حكومت د دې وژن تر مخه د صحت څانګې كښې تاريخي اصلاحات او د جديد افراسټركچر په جوړولو په بيړه كار كوي۔ ده دا …
د ټراما سېنېټر جوړېدو سره به صوبه كښې د ايمر جنسي كېسز سمدستي ٬ موثر او په وخت علاج لپاره نوې آسانۍ راپېدا شي ٬ مير سرفراز بګټيد ټراما سېنېټر جوړېدو سره به صوبه كښې د ايمر جنسي كېسز سمدستي ٬ موثر او په وخت علاج لپاره نوې آسانۍ راپېدا شي ٬ مير سرفراز بګټي
كوئټه۔ 11 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي وئېلي دي په صوبه كښې د جديد طبي آسانيو وركړه د اولس د ځان او مال بچ كول او د ايمر جنسي په صورتحال كښې په وخت او د معياري علاج وركړه ضروري ده٬ حكومت د دې وژن تر مخه د صحت څانګې كښې تاريخي اصلاحات او د جديد افراسټركچر په جوړولو په بيړه كار كوي۔ ده دا خبره كوئټه كښې په سپيني روډ د جوړېدونكې ټراما سېنټر تفصيلي دورې په مهال وكړه ۔ په دې وخت د صحت صوبائي وزير بخت محمد كاكړ٬ د صحت سېكرټري مجيب الرحمان پانېزئئ او د مواصلات سېكرټري لعل جان جعفر د منصوبې په پېشرفت او تكميل په اړه جامع پريفننګ وركړو۔ بريفنګ كښې ووئېل شول د 132 نه په 135 بېډز مشتمل جديد ټراما سېنټر جوړېدل په وروستي پړاؤ كښې دے او په پروژه كښې څلور جديد آئي سي يو ٬ 8 آپرېشن تهيټرز ٬ جديد اميجنګ اسانۍ ٬ لېبارټري او پوسټ آپرېټيو كيئر يونټس شامل دي۔ دا ټراما سېنټر د خپل نوعيت بلوچستان كښې تر ټولو لوي او جديد تر ايمرجنسي طبي اداره به وي كومه به چې د نړيوال معيار تر مخه تر سره كولې شي۔











