پېښور ۔ 10 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په رسمي توګه د ’’پرسنلائزډ رجسټریشن مارک سسټم‘‘ پرانسته وكړه ۔ د وزیراعلی هاوس وياند تر مخه دستوره كښې وزیراعلی ته بریفنګ كښې ووئېل شول پرسنلائزډ رجسټریشن سسټم څخه به د ګاډو د رجسټریشن عمل تند ، پاك او کرپشن فري شي،پي آر ایم سټم سره به د ګاډو غیر قانوني كارونه كښې كمے راشي۔ بریفنګ …
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ په رسمي توګه د ’’پرسنلائزډ رجسټریشن مارک سسټم‘‘ پرانسته وکړه
پېښور ۔ 10 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي په رسمي توګه د ’’پرسنلائزډ رجسټریشن مارک سسټم‘‘ پرانسته وكړه ۔ د وزیراعلی هاوس وياند تر مخه دستوره كښې وزیراعلی ته بریفنګ كښې ووئېل شول پرسنلائزډ رجسټریشن سسټم څخه به د ګاډو د رجسټریشن عمل تند ، پاك او کرپشن فري شي،پي آر ایم سټم سره به د ګاډو غیر قانوني كارونه كښې كمے راشي۔ بریفنګ تر مخه د ګاډو نوي رجسټریشن نظام تر مخه نمبر پلیټ به د ګاډي په ځائے د وګري ملکیت وي ، د شناختي کارډ یا موبائل نمبر غوندې به وګرے د ګاډي د نمبر مالک وي ۔ بریفنګ كښې ووئېل شول وګړے به خپل نمبر تر دريو كالو بغیر د ګاډي لګېدو نه ځان سره خوندي ساتلے شي ،چې كله ګاډې خرڅ شي نو نمبر به بغیر د كوم فیس نه خرڅونكې سره پاتي كېږي ، اغستونكے به پخپله نوي نمبر لپاره اپلائي كوي ۔ دستورې ته وزیراعلی ووئېل نوے ډیجیټل رجسټریشن سسټم به د جعلي نمبر پلیټس او د کلوننګ خاتمې له مرستياله وګرځي ، زمونږ مقصد اولس له ریلیف وركول دي ، ده امر وكړو د ایکسائز محكمه دې د ګاډو رجسټریشن لپاره هم آن لائن سسټم جوړ كړي











