په خيبر پښتونخوا كښې په كال 2025 كښې د ترهګرۍ پيښو كښې انديښنې وړ زياتوالے راغلے

پېښور ۔ 10 دسمبر (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د كال 2025 په مهال د ترهګرۍ په پېښو كښې د اندېښنې وړ زياتوالے ريكارډ كړے شوے دے۔ سږ كال كښې په 14 ضلعو كښې د ترهګرۍ په مجموعي توګه 1588 کېسونه رپورټ شول او په بېلو مقدمو كښې 7 زره 111 ملزمان نامزد كړے شول۔ د سي ټي ډي جاري كړي رپورټ له مخې د ترهګرۍ تر ټولو …

پېښور ۔ 10 دسمبر (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د كال 2025 په مهال د ترهګرۍ په پېښو كښې د اندېښنې وړ زياتوالے ريكارډ كړے شوے دے۔ سږ كال كښې په 14 ضلعو كښې د ترهګرۍ په مجموعي توګه 1588 کېسونه رپورټ شول او په بېلو مقدمو كښې 7 زره 111 ملزمان نامزد كړے شول۔ د سي ټي ډي جاري كړي رپورټ له مخې د ترهګرۍ تر ټولو زيات كېسونه په بنو ضلع كښې رامخې ته شول چرته چې 394 مقدمې درج كړې شوې۔ په شمالی وزیرستان كښې 181، پېښور كښې 163 او په ډي آئي خان كښې د ترهګرۍ 152 پېښې رپورټ شوې۔ د سي آئي ډي شمېرو له مخې په بنو كښې 3 زره 437 كسان د ترهګرۍ په مقدمات كښې نامزد كړے شوي۔ په شمالی وزیرستان كښی 887 او په ډي آئي خان كښی 865 ملزمان د ترهګرۍ په مقدمو كښې شامل دي۔ دغسې په نورو ضلعو كښې هم د ترهګرۍ پېښی رامخې ته شوې او يو شمېر ملزمان نېولې شوي۔ د ترهګرۍ مخنيوي محكمې چارواكو وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد فعاله اقدامات روان دي او سي آئي ډي، رېنجرز او نورې امنيتي ادارې د رياست د قانون لاندې د ترهګر عناصرو په ضد په كارروائيو كښې بوختې دي۔ امنيتي چارواكو له وګړو ته اپېل وكړو چې هغوي د كومې مشكوك سرګرمۍ اطلاع په سمدستي توګه اړوندو ادارو ته وركړي دغسې چې ترهګر عناصر په وخت خپلو منصوبو كښې ناكامه كړی شي۔

مزید خبریں