لاهور۔10دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف په خاص امر فلسطينيانو ورونړو خوېندو لپاره د مرستې 100 ټنه سامان د خصوصي پرواز د لارې علامه اقبال انټرنېشنل ايئرپورټ څخه روان كړے شو۔ د مرستې سامان روانګۍ عمل د وزيراعظم د خصوصي مرستيال طلحه برکی په مشرۍ كښې د اېن ډي اېم اے تر انتظام لاندې بشپړ كړے شو۔ په لېږلې شوي سامان كښې داروګان ٬ خېمې ٬ كمبلې او د …
د وزيراعظم په هدايت فلسطينيانو ورونړو خويندو لپاره د مرستې 100 ټنه سامان روان كړے شو
لاهور۔10دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف په خاص امر فلسطينيانو ورونړو خوېندو لپاره د مرستې 100 ټنه سامان د خصوصي پرواز د لارې علامه اقبال انټرنېشنل ايئرپورټ څخه روان كړے شو۔ د مرستې سامان روانګۍ عمل د وزيراعظم د خصوصي مرستيال طلحه برکی په مشرۍ كښې د اېن ډي اېم اے تر انتظام لاندې بشپړ كړے شو۔ په لېږلې شوي سامان كښې داروګان ٬ خېمې ٬ كمبلې او د اوبو كېنونه شامل دي۔ د طلحه بركي له مخې پاكستان تر دې دمه غزه لپاره په مجموعي توګه 26 د مرستې كھېپونه روان كړي دي او د فلسطيني اولس ضرروتونو تر مخه يې 2527 ټنه د مرستې سامان لېږلے دے۔ ده ووئيل د مرستې پرله پسې هڅې د پاكستان د نه بدلېدونكي عزم او د نړيوالو او ملكي فلاحي ادارو سره د مضبوطې همكارۍ عكاسي ده۔ ده د اېن ډي اېم اے مننې كولو سره ووئيل ادارې د مرستې سامان په سمدستي توګه روانولو له د قدر وړ انتظامات كړي۔ خاص مرستيال د ټولو فلاحي ادارو په خاص توګه د الخدمت فاؤنډېشن خذمات ستائېلو سره ووئيل دې ادارې د دې نېك مقصد لپاره په زړه پورې كردار ترسره كړے۔ طلحه بركي ووئيل پاكستان تل د فلسطيني اولس په شا ولاړ پاتي شوے او د مرستې لېږلو دا لړۍ د اسلامي ورورولۍ ٬ ګډو اقدارو او اخلاقي ذمه وارۍ عكاسي كوي۔ ده په فلسطين كښې تلپاتي امن ٬ د مېړني فلسطيني اولس سلامتيا او استحكام لپاره دعا كولو سره هيله ولرله چې دا د مرستې سامان به د مصر د لارې مستحقينو ته ورسي











