پېښور ۔ 09 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي د كرپشن په ضد د سختې سزا تعين ضروري دے٬ ټولنه بدعنوانۍ څخه پاكولو له به د بدعنوانه عناصر احتساب كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د بدعنوانۍ نريوالې ورځ په مناسبت سره د نېب پېښور تر اهتمام لاندې په ګورنر هاؤس كښې يوې دستورې ته د خاص مېلمه …
ټولنه بدعنوانۍ څخه پاكولو له به د بدعنوانه عناصر احتساب كول وي : د خيبر پښتونخوا ګورنر
پېښور ۔ 09 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي د كرپشن په ضد د سختې سزا تعين ضروري دے٬ ټولنه بدعنوانۍ څخه پاكولو له به د بدعنوانه عناصر احتساب كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د بدعنوانۍ نريوالې ورځ په مناسبت سره د نېب پېښور تر اهتمام لاندې په ګورنر هاؤس كښې يوې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې نېب د نېب ډي جي فرمان اے خان ہ خان،چیف سېکرټری شهاب علی شاہ، د پېښور ډويژن کمشنر ریاض محسود او نورو اړوندو چارواكو او عامو وګړو ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د نېب ډي دي ګورنر کرپشن ختمولو او د بدعنوانه عناصرو په ضد د ادارې لخوا د اېكشن او د كرپشن مخنيوي له د ادارې مجموعي اقدامات په اړه خبر كړو۔ دستورې ته خطاب كښې ګورنر ووئيل ځوانان د دې هېواد سباؤن دے او د هېواد روښانه سباؤن لپاره د ځوانانو د ترقۍ په لاره كښې تر ټولو لوي خنډ كرپشن دے ٬ د دې په ضد به راپاڅېدل وي۔ ده ووئيل بدعنواني يوازې مالي جرم نه بلكې د اخلاقي ناكامۍ او د قابليت دښمنه ده ۔ ده ووئيل ځوانان بايد مايوس نه شي بلكې دوئي له به خپل طاقت د كرپشن په ضد كارول وي۔ ده ووئيل ځوانانو له به خپل قوت د كرپشن ٬ بډو او بدعنوان عناصر په ضد كارول وي۔ ده ووئيل مونږ له به د دې عزم عملي څرګندونه كول وي چې يو داسې ټولنه جوړول دي كومه چې په انصاف ٬ شفافيت او وقار مشتمله وي۔ ده هيله ولرله چې مونږ به د پاك پروردګار په فضل پاكستان ډېر زر د كرپشن څخه پاك هېواد جوړولو كښې كامياب شوو۔











