پېښور ۔ 09 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د کاؤنټر ټېرارزم ډیپارټمنټ مهمه غونډه وشوه۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې وزیراعلی د سي ټي ډی د 186 ډیټیکټیوز په 638 مستقل فیلډ آپرېټرز كښې د بدلولو اصولي منظوري وركړه۔ فیلډ آپرېټرز به سائبر پېټرولنګ، انټیلیجنس، سرویلنس او فیلډ آپریشنز ترسره كوي۔ په غونډه كښې وزيراعلی په …
د وزيراعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د کاؤنټر ټیرارزم ډیپارټمنټ مهمه غونډه
پېښور ۔ 09 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د کاؤنټر ټېرارزم ډیپارټمنټ مهمه غونډه وشوه۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې وزیراعلی د سي ټي ډی د 186 ډیټیکټیوز په 638 مستقل فیلډ آپرېټرز كښې د بدلولو اصولي منظوري وركړه۔ فیلډ آپرېټرز به سائبر پېټرولنګ، انټیلیجنس، سرویلنس او فیلډ آپریشنز ترسره كوي۔ په غونډه كښې وزيراعلی په پېښور كښې د نوي سي ټي ډی ریجنل هېډکوارټرز جوړولو اصولي منظوري هم وركړه۔ په غونډه كښې په 21 ضلعو كښې د سي ټي ډي دفترونو د جوړولو منصوبې بحالولو پرېكړه وكړې شوه۔ د 4 اربه 30 کروړه روپو په لګښت به په ضلعي كچه سي ټي ډي پراخه كولې شي۔ د سی ټی ډی ګاډو ٬ وسلې او عصري آلاتو لپاره د 7 ارب 77 کروړو روپو منظوري هم وركړې شوه۔ غونډې ته خطاب كښې وزیر اعلیٰ سهېل آفریدی ووئيل سي ټي ډی اصلاحات، انفراسټرکچر او په بھرتو عملدرآمد لپاره دې د ټائم لائنز له مخې عملدرآمد باوري كړے شي۔ دغسې په سي ټي ډي تعميراتي منصوبو كښې دې په سېفټي پروټوكولز عملدرآمد باوري كولو ته هم خاص پام وګرځولې شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت سنجيدګۍ سره امن له كار كوي۔ ده ووئيل د وسائل كمے به هېڅكله په صوبه كښې امن په ځايے كولو كښې خنډ جوړېدو ته پرې نه ښودلې شي۔ په غونډه كښې وزيراعلی ته د سي ټي ډي كاركردګۍ په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو









