كوئټه۔ 8 دسمبر (اے پي پي) جستس محمد كامران خان ملاخېل د بلوچستان هائي كورټ د چيف جسټس په حېث سوګند پورته كړو۔ د ګل په ورځ ګورنر هاوس كښې د سوګند پورته كولو دستوره وشوه چې پكښې د هائي كورټ ججز اقبال احمد كاسي ٬ علي رخشاني ٬ ګل جسن ترين ٬ جسټس محمد عامر نواز رانا ٬ جسټس سردار احمد حليمي ٬ جسټس محمد ايوب خان ٬ جسټس …
جسټس محمد كامران خان ملاخېل د بلوچستان هائي كورټ چيف جسټس سوګند پورته كړو
كوئټه۔ 8 دسمبر (اے پي پي) جستس محمد كامران خان ملاخېل د بلوچستان هائي كورټ د چيف جسټس په حېث سوګند پورته كړو۔ د ګل په ورځ ګورنر هاوس كښې د سوګند پورته كولو دستوره وشوه چې پكښې د هائي كورټ ججز اقبال احمد كاسي ٬ علي رخشاني ٬ ګل جسن ترين ٬ جسټس محمد عامر نواز رانا ٬ جسټس سردار احمد حليمي ٬ جسټس محمد ايوب خان ٬ جسټس نجنم الدين مينګل ٬ آئي جي پوليس او د بار عهدېدار او نور چارواكي و شخصيات شامل وو۔ګونر جعفر مندوخېل د جسټس محمد كامران ملاخېل نه د چيف جسټس په حېث سوګند واغست۔ جسټس محمد كامران ملاخېل په 19 جنوري 1968 كوئټه كښې زېږېدلے او هغه د ملاخېل قبيلې د موړې كورنۍ سره تعلق لري۔ هغه له په 30 اګست 2013 د بلوچستان هائي كورټ د ايډېشنل جج په توګه ترقي وركړې شوې وه او په 2 ستمبر 2015 د بلوچستان هائي كورټ جج جوړ شوے ؤ ۔ جسټس محمد كامران ملاخېل په 17 نومبر 2025 د بلوچستان هائي كورټ د لنډ مهاله چيف جسټس په حېث سوګند پورته كړے ؤ او د صدر مملكت د نوټيفېكشن نه پس يې نن په 8 دسمبر د چيف جسټس په حېث سوګند پورته كړو۔









