ايبټ آباد كښې د ډي ايچ كيو هسپتال نه د تښتولې شوې ډاكټرې ورده مړے تر لاسه شو

پیښور ۔8 دسمبر (اے پي پي) اېبټ آباد كښې د ډي ايچ كيو هسپتال نه په مبينه توګه د تښتولې شوې ډاكټرې ورده مړے د لړي بنوټا كلي نه تر لاسه شوے دے ۔ پوليس چارواكو تر مخه ډاكټر ورده په 4 دسمبر د خپل دوست سره د هسپتال نه پخپل ګاډي كښې تلې وه ۔ د پوسټ مارټم لپاره مړے هسپتال ته منتقل كړے شوے دغسې چې د مرګ …

پیښور ۔8 دسمبر (اے پي پي) اېبټ آباد كښې د ډي ايچ كيو هسپتال نه په مبينه توګه د تښتولې شوې ډاكټرې ورده مړے د لړي بنوټا كلي نه تر لاسه شوے دے ۔ پوليس چارواكو تر مخه ډاكټر ورده په 4 دسمبر د خپل دوست سره د هسپتال نه پخپل ګاډي كښې تلې وه ۔ د پوسټ مارټم لپاره مړے هسپتال ته منتقل كړے شوے دغسې چې د مرګ اصل سبب معلوم كړے شي۔ پوليس د تښتولو په تور د ډاكټر ورده دوست او د هغې ډرائيور نيولې دي۔ د چارواكو وېنا ده د پیښې د هر اړخ نه پلټنې روان دي چې اصل ذمه وارو ته ورسوو۔