د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د پاکستان پیپلز پارټي د بنوں پلاوي ملاقات

پېښور 08 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د ګل په ورځ د پاکستان پیپلز پارټۍ ضلع بنوں پلاوي د فرزند علی وزیر په مشرۍ كښې ملاقات کړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د ګوند صوبائی صدر محمد علی شاہ باچا ، صوبائی ډپټي جنرل سیکرټري ابرار سعید سواتی ، د صوبائی اسمبلۍ غړي فرذانه شیرین ، ضلعي صدر شکیل خان …

پېښور 08 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د ګل په ورځ د پاکستان پیپلز پارټۍ ضلع بنوں پلاوي د فرزند علی وزیر په مشرۍ كښې ملاقات کړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د ګوند صوبائی صدر محمد علی شاہ باچا ، صوبائی ډپټي جنرل سیکرټري ابرار سعید سواتی ، د صوبائی اسمبلۍ غړي فرذانه شیرین ، ضلعي صدر شکیل خان ، د اطلاعات سیکرټري پرویز احمد ، د صوبائی کونسل غړي بسم اللہ خان ، تحصیل صدر یونس خان ، حکیم اسلم ، واصف اللہ ، پیر منهاس ، رحمت اللہ کاکا ، ملك فهد او نور عهدیدار موجود وو۔ ملاقات كښې د ګوند په تنظیمی چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ګورنر فیصل کریم کنډي ووئيل ضلعي او تحصیل عهدیدارو لپاره ځائې تنظیم دې خپل سفارشات صوبائی صدر له وركړي او په مشاورت سره دې تنظیم سازی وكړي۔ده ووئيل پیپلز پارټۍ عمر له د رياست د پرمختګ ، بقاء ، د جمهوریت سرلوړۍ او د ادارو د تقدس سیاست کړے۔ده ووئيل صوبه د امن مركز جوړولو او صوبه د دښمن قوتونو څخه آزادولو لپاره دې د پیپلز پارټۍ کارکنان خپلو كښې اتحاد پیدا کړي ، د ګوند پیغام دې مخ په وړاندې بوځي۔ده ووئيل د پېښور ګورنر هاؤس تمبې ستاسو ټولو لپاره پرانستي دي۔پلاوي د ګورنر هاؤس ګوند او د اولس خذمت لپاره په پرانستلو ګورنر فیصل کریم کنډي ته پيرزوئنې وړاندې كړې