د صوبائي حكومت له وفاق سره په ګډه كار كول پكار دي۔د كے پي كے ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور 08 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د صوبې موجوده سياسي صورتحال او د حكومت په طرز عمل سخت غبرګون سره وئېلي دي صوبې ته دا مهال د محاذ آرائۍ نه بلكې د مرستې تر لاسه كولو ضرورت دے۔ده ووئېل د كے پي كے حكومت له وفاق سره په ګډه كار پكار دے٬ګينې د اولس مسئلې به نورې هم زياتې شي۔د ګورنر له مخې په آئين …

پېښور 08 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د صوبې موجوده سياسي صورتحال او د حكومت په طرز عمل سخت غبرګون سره وئېلي دي صوبې ته دا مهال د محاذ آرائۍ نه بلكې د مرستې تر لاسه كولو ضرورت دے۔ده ووئېل د كے پي كے حكومت له وفاق سره په ګډه كار پكار دے٬ګينې د اولس مسئلې به نورې هم زياتې شي۔د ګورنر له مخې په آئين كښې د ګورنر راج اختيار په ښكاره توګه موجود دے او دا پريكړه د صوبائي حكومت په رويه انحصار كلري۔د پي ټي آئي په قيادت خبره كولو سره ګورنر ووئېل پي ټي آئي غواړي چې يو سزايافته كس ګوند او حكومت وچلوي٬كوم چې په آئيني او قانوني توګه ممكن نه دے۔ګورنر ووئيل اوس پريكړې په سړكونو نه بلكې د ادارو او اولس د لارې كيږي۔