د كاركنانو او اولس لپاره د ګورنر هاؤس تمبې هر وخت پرانستې پرتي دي۔فيصل كريم كنډي

پیښور08 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د پيپلز پارټۍ مخلص كاركنانو لپاره د ګورنر هاؤس تمبې هر وخت پرانستې پرتې دي٬مونږ ټولو له به د ګوند چيئرمين بلاول بهټو زرداري لاس مضبوطولو سره د پاكستان او صوبې مستقبل ښه والي لپاره كردار ادا كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګوند سينئر لارښودو پلاوي سره د خبرو په مهال كړې۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند …

پیښور08 دسمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د پيپلز پارټۍ مخلص كاركنانو لپاره د ګورنر هاؤس تمبې هر وخت پرانستې پرتې دي٬مونږ ټولو له به د ګوند چيئرمين بلاول بهټو زرداري لاس مضبوطولو سره د پاكستان او صوبې مستقبل ښه والي لپاره كردار ادا كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګوند سينئر لارښودو پلاوي سره د خبرو په مهال كړې۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات كوونكو پلاوي كښې د پیپلز پارټۍ صوبائي نائب صدر سید ایوب شاہ، صوبائي ډپټی انفارمیشن سیکرټري سید طاهر عباس، صوبائي ډپټی جنرل سیکرټري ابرار سعید سواتي، د اولډ پی ایس ایف دل نواز خان، انجنیئر داود جان، انجنیئر یحیي آفریدي، د خیبرپختونخوا هلال احمر چیئرمین فرزند علي وزیر، د پیپلز یوتھ آرګنائزیشن پخوانے نائب صدر وجاهت اللہ خان شامل وو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل د ګوند قيادت لخوا په ما چې د كوم اعتماد شوے د هغې لپاره هر وخت هڅې كوم٬د خېبرپښتونخوا ګورنر هاؤس دروازې د كاركنانو او اولس لپاره هر وخت پرانستې دي۔د ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وژن له مخې په صوبه كښې د وويمن امپاورمنټ يوتھ انګيجمنټ زمونږ ترجيحات كښې شامل دي۔مونږ د ګورنر هاؤس د لارې د صوبې سافټ اميج لپاره بشپړه كردار ادا كړے ۔ده ووئيل د ګوند تنظيم ته چې چرته هم ضرورت شوې ما هغوي سره خپله هر ممكنه مرسته كړی ده ۔