لاهور 05 دسمبر (اے پي پي) د كال 1971 په جنګ كښې د نشان حېدر ترلاسه كونكې ميجر شبير شريف شهيد 54م تلين به (نن) د خالي په ورځ په شپږم دسمبر د عقيدت او احترام سره لمانځلې شي٬ په دې لړ كښې به د لاهور پشمول ګرد هېواد كښې دستورې كولې شي او شهيد ته به پېرزوئنې وړاندې كولې شي په دې موقع به د شهيد لوړو درجو لپاره …
د مېجر شبير شريف شهيد ( نشان حېدر) 54م تلين به نن په عقيدت او احترام لمانځلې شي

مزید خبریں
لاهور 05 دسمبر (اے پي پي) د كال 1971 په جنګ كښې د نشان حېدر ترلاسه كونكې ميجر شبير شريف شهيد 54م تلين به (نن) د خالي په ورځ په شپږم دسمبر د عقيدت او احترام سره لمانځلې شي٬ په دې لړ كښې به د لاهور پشمول ګرد هېواد كښې دستورې كولې شي او شهيد ته به پېرزوئنې وړاندې كولې شي په دې موقع به د شهيد لوړو درجو لپاره دعا كولې شي۔ د يادونې وړ ده ميجر شبير شريف شهيد په 28 اپريل 1943 كښې په ضلع ګجرات قصبه کنجاه كښې زېږېدلے ٶ او شهيد د 71 په جنګ كښې د هيډ سليمانکي په محاذ په 6م دسمبر د شهادت رتبه ترلاسه كړې وه۔









