پېښور 05 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر سره په برطانيه كښې د مېشته ډاکټرز فورم نائب صدر ډاکټر واجد په مشرۍ كښې پلاوي ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د ګورنر هاٶس پېښور لخوا د جاري بيان له مخې په پلاوي كښې د علماء مشائخ ونګ صوبائي نائب صدر مولانا عثمان علي شاہ ، طارق خان، اويس خان هم شامل وو۔ په دې موقع د اوورسيز …
د خېبر پښتونخوا ګورنر سره په برطانيه كښې د مېشته ډاکټرز فورم سره سره د يو شمېر پلاويو ملاقات
پېښور 05 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر سره په برطانيه كښې د مېشته ډاکټرز فورم نائب صدر ډاکټر واجد په مشرۍ كښې پلاوي ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د ګورنر هاٶس پېښور لخوا د جاري بيان له مخې په پلاوي كښې د علماء مشائخ ونګ صوبائي نائب صدر مولانا عثمان علي شاہ ، طارق خان، اويس خان هم شامل وو۔ په دې موقع د اوورسيز پاکستانيانو په كردار٬ په صوبه كښې په جاري اصلاحاتي اقدامات او د صحت په څانګه كښې د ممكنه مرستې په امكانات خبرې وشوې٬ په دې موقع د ډيرہ اسماعيل خان نوموړي جيپ ريسرې عائله ملك٬ د پي پي پي پېښور ډويژن صدر مصباح الدين په مشرۍ كښې پلاوي هم وليدل ٬ د دې نه علاوه ګورنر سره د هلال احمر ډيرہ اسماعيل خان سيکرټري ملك ارشد ډيال، د ټانك سيکرټري ضياء الدين او زاهدين بيټني پشمول پلاوي٬ د ماسټر احمد حسېن ذمان خېل په مشرۍ كښې پلاوي هم وليدل۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔












