بټګرام۔ 5 دسمبر (اے پی پی) د بټګرام انتظاميې او پوليس ټولو غېر قانوني وګړو ته خبردارے وركړے چې هغوي د روان دسمبر مياشتې تر 11 مې نېټې بټګرام څخه كډه وكړي٬ ټاكلې نېټې څخه وروستو به قانوني كارروائي عملي كولې شي۔ د جمعې په ورځ د بټګرام ضلعي انتظاميې په ګرده ضلع كښې ټولو غېر قانوني مېشته بهرنو وګړو ته اطلاع وركړه چې د صوبائي حكومت احكامات له مخې …
غېر قانوني وګړي دې تر 11 دسمبر بټګرام څخه كډه وكړي : ضلعي پوليس / بټګرام انتظاميه
بټګرام۔ 5 دسمبر (اے پی پی) د بټګرام انتظاميې او پوليس ټولو غېر قانوني وګړو ته خبردارے وركړے چې هغوي د روان دسمبر مياشتې تر 11 مې نېټې بټګرام څخه كډه وكړي٬ ټاكلې نېټې څخه وروستو به قانوني كارروائي عملي كولې شي۔ د جمعې په ورځ د بټګرام ضلعي انتظاميې په ګرده ضلع كښې ټولو غېر قانوني مېشته بهرنو وګړو ته اطلاع وركړه چې د صوبائي حكومت احكامات له مخې په غېر قانوني توګه د مېشته كسانو د وتلو لړۍ روانه ده۔ په دې لړ كښې د ضلعي انتظاميې او پوليس لخوا وروستې 3 ورځې مهلت وركولې شي۔ ټول غېر قانوني مېشته بهرني كسان دې تر 11 دسمبر پخپله كډه وكړي۔ ټاكلې نېټې څخه وروستو كه د چا كور يا پراپرټي دوئي ته په كرايه وركړې شوې وموندلې شوه نو په ضد به يۍ قانوني كارروائي كولې شي۔ ضلعی انتظامیه او د بټګرام ضلعي پوليس ستاسو خذمت او امن په ځاے كولو له همه وقت هڅې كوي












