كراچي 05 دسمبر(اے پی پی)د انفارمېشن سروس اكېډمۍ(آئي ايس اے)اسلام آباد افسرانو پشمول يو پلاوي د كراچۍ مطالعاتي دورې په موقع د زيارت په ورځ د ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)كراچۍ بيورو دفتر دوره وكړه او د سركاري نيوز ايجنسۍ د كار نظام په اړه يې تفصيلي بريفنګ ترلاسه كړو۔پلاوي كښې د اسپیشلائزډ ټریننګ پروګرام ډپټي ډائرېكټر (ايس ټي پي)محترمه عظمی ارجمند٬پروبیشنر آفیسر بصیرت اقبال، د پي آئي …
د انفارمېشن سروس اكيډمۍ پلاوي د اے پي پي كراچۍ بيورو دوره وكړه
كراچي 05 دسمبر(اے پی پی)د انفارمېشن سروس اكېډمۍ(آئي ايس اے)اسلام آباد افسرانو پشمول يو پلاوي د كراچۍ مطالعاتي دورې په موقع د زيارت په ورځ د ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)كراچۍ بيورو دفتر دوره وكړه او د سركاري نيوز ايجنسۍ د كار نظام په اړه يې تفصيلي بريفنګ ترلاسه كړو۔پلاوي كښې د اسپیشلائزډ ټریننګ پروګرام ډپټي ډائرېكټر (ايس ټي پي)محترمه عظمی ارجمند٬پروبیشنر آفیسر بصیرت اقبال، د پي آئي ډی کراچۍ ډائریکټر خالد معراج عباسي او ډپټی ډائریکټر نعمان احمد شامل وو۔پلاوي د قامي خبر رسنې ادارې چارو٬ميډيا كوريج٬خبرونو او د ايډيټنګ د بيلو اړخونو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د اے پي پي كراچۍ بيورو چيف عبدالله سروهي پلاوي ته د ادارې تاريخي پس منظر٬ذمه دارو او د دائره كار په اړه خبرې وكړې۔پلاوي د بيورو بيلو څانګو هم څارنه وكړه۔د آئي اېس اے پلاوي د خپلې دورې په موقع د مختلف قومي ميډيا ادارو چې پكښې پاكستان ټيلي ويژن(پي ټي وي)پاكستان براډ كاسټنګ كارپورېشن(ريډيو پاكستان)او آډټ بيورو آف سركوليشن(اے بي سي)شامل دي٬ هم دوره وكړه۔افسرانو كراچۍ كښې د نجي ميډيا هاؤسز هم دوره وكړه چرته چې دوي په انتظامي چارو او طريقه كار خبرتيا ترلاسه كړه












