ډېرہ اسماعیل خان۔ 04 دسمبر(اے پی پی) په پنیاله كښې د ترهګرو بريد كښې د شهيد شوو پوليس اهلكارو د جنازې لمونځ په اعجاز شريد پوليس لائنز كښې سركاري اعزاز سره ادا كړے شو۔ د ډېره اسماعيل خان ضلعې شهيد نواب خان تھانې په حدود كښې پنياله كښې د ګزمې په مهال نامعلومه ترھګرو په پوليس موبائل بريد وكړو چې په نتيجه كښی يۍ اسسټنټ سب انسپکټر ګل عالم ،کانسټېبل …
په پنياله كښې ترهګر بريد كښې د شهيد شوو پوليس اهلكارو د جنازې لمونځ په اعجاز شهيد پوليس لائنز ډيره كښې ادا كړے شو

مزید خبریں
ډېرہ اسماعیل خان۔ 04 دسمبر(اے پی پی) په پنیاله كښې د ترهګرو بريد كښې د شهيد شوو پوليس اهلكارو د جنازې لمونځ په اعجاز شريد پوليس لائنز كښې سركاري اعزاز سره ادا كړے شو۔ د ډېره اسماعيل خان ضلعې شهيد نواب خان تھانې په حدود كښې پنياله كښې د ګزمې په مهال نامعلومه ترھګرو په پوليس موبائل بريد وكړو چې په نتيجه كښی يۍ اسسټنټ سب انسپکټر ګل عالم ،کانسټېبل رفیق او ڈرائیور سخی جان شهيد او كانسټېبل آزاد شاه ژوبل شو۔ په بريد كښې د شهيد شوو پوليس اهلكارو د جنازې لمونځ په اعجاز شهيد پوليس لائنز ډېره اسماعيل خان كښې سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔د جنازې لمونځ كښې ریجنل پولیس آفیسر ډېرہ سید اشفاق انور،اسټېشن کمانډر ډېرہ برېګېډیئر اېم ابوبکر، ډپټی کمشنر ډېرہ عبد الناصرخان، ډی پی او ډېرہ صاحبزادہ سجاد احمد، اېس پیز انوېسټی ګېشن،سېکیورټی او د نورو پوليس افسرانو په شمول د شهيدانو خپلوانو ګډون وكړو۔ د پوليس يوې چمتؤ ډلې سلامي وړاندې كړه۔ ګډون كوؤنكو د شهيدانو په جسد ګلونه كېښودل او دوئي لپاره يۍ د لوړو درجو دعا وكړه۔









