ملګري ملتونه ۔4 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر (او اېچ سی اېچ آر) په مقبوضه غاړه كښې په فلسطینی تنظیم یونین آف اګریکلچرل ورک کمېټیز(یو اے ډبلیو سی) د اسرائيلي كرېك ډاؤن غندنه كولو سره خبردارې وركړې دې چې په فلسطيني سول سوسائټۍ فشار تر خطرناك حد زيات شوے دے۔ د دسمبر په اولنۍ نېټه اسرائيلي امنيتي ځواكونو په رامله او الخليل كښی د تنظيم …
په فلسطيني سول سوسائټۍ اسرائيلي كريك ډاؤن تر انديښمنې كچې رسيدلے٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبردارې

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔4 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر (او اېچ سی اېچ آر) په مقبوضه غاړه كښې په فلسطینی تنظیم یونین آف اګریکلچرل ورک کمېټیز(یو اے ډبلیو سی) د اسرائيلي كرېك ډاؤن غندنه كولو سره خبردارې وركړې دې چې په فلسطيني سول سوسائټۍ فشار تر خطرناك حد زيات شوے دے۔ د دسمبر په اولنۍ نېټه اسرائيلي امنيتي ځواكونو په رامله او الخليل كښی د تنظيم په دفترو چھاپې ووهلې٬ املاكو ته يۍ زيان ورسولو او د عملې غړي يۍ حراست كښې واخستل۔ دا يونين د فلسطيني قانون له مخې رجسټرډ دے كوم چې د ځپليو فلسطيني وګړو مرسته كوي۔ دا تنظيم په هغه 6 فلسطيني اېن جي اوز كښې شامل دے كوم چې اسرائيلي چارواكو په كال 2021 كښې ترهګر ګرځولي وو او په دوئي يۍ جواز نه لرونكې بندېزونه لګولې وو۔ په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې د او اېچ سي اېچ آر مشر اجیت سنګھے وئيلي چې نړيوال قانوني دريځ بالكل ښكاره دے چې اسرائيل دې په مقبوضه سيمه كښې خپله غېر قانوني موجودګي ختمه كړي او د انصاف نړيوال عدالت د پرېكړو له مخې دې دغلته څخه ټول يهودي آبادكار وباسي۔ ده ووئيل د قابض قوت په توګه په اسرائيل د نړيوال قانون له مخې ځينې ذمه وارۍ لاګو كيږي په كومو كښې چې د فلسطيني وګړو د روزګار حق ٬ د رايې څرګندولو حق او د آزادۍ احترام او تحفظ شامل دے









