پېښور ۔ 04 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت په ګرده صوبه كښې د افغان وګړو رجسټرېشن له د سروس پوائنتس جوړولو مهمه پرېكړه كړه ده۔ د دې اقدام مقصد د افغان كډوالو مستند ډېټا جمع كول او د هغې رجسټرېشن عمل سپېځلے او منظم جوړول دي۔ د تفصيلات له مخې د حكومت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په ټولو ډويژنو او ضلعو كښې د سروس …
په خيبر پښتونخوا كښې د غير قانوني افغان وګړو رجسټريشن لپاره د سروس پوائنټس جوړولو پريكړه
پېښور ۔ 04 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت په ګرده صوبه كښې د افغان وګړو رجسټرېشن له د سروس پوائنتس جوړولو مهمه پرېكړه كړه ده۔ د دې اقدام مقصد د افغان كډوالو مستند ډېټا جمع كول او د هغې رجسټرېشن عمل سپېځلے او منظم جوړول دي۔ د تفصيلات له مخې د حكومت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په ټولو ډويژنو او ضلعو كښې د سروس پوائنتس جوړولو او عملې تعيناتولو احكامات جاري كړې شوي ۔ په اعلاميه كښې دا هم وئيلې شوي چې په رجسټرېشن مركزونو كښې دې سکیورټی انتظامات او اولسي لارښودنې له خصوصي ډېسك جوړ كړے شي۔ نادرا، هوم ډیپارټمنټ او اړوندو ادارو ته هدايت شوے چې د افغان وګړو بائیو میټرک تصدیق سره سره ډېټا شیئرنگ او ریکارډ اپ ډېټ كولو له دې يوه تګلاره وضعه كړې شي ۔ په رجسټرېشن مركزونو كښې به مېرمنو ٬ كوچنيانو او مشرانو لپاره جلا جلا كاؤنټرې جوړولې شي۔ فیلډ افسرانو ته د رجسټرېشن په مهال د كوم هم دول زور زياتي او تاخير كولو څخه د ډډې كولو هدايت شوے۔ د شکایتونو ازالې لپاره به هېلپ لائن او كمپلېنټ سېل جوړولې شي۔












