اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې په امريكائي ښار ډیلاویئر كښې نيولے تن لقمان خان پاكستانے نه ٬ افغان وګړے دے۔ د بهرنیو چارو وزارت ویاند د زيارت په ورځ وویل چې زموږ د پوښتنو او معلوماتو له مخې لقمان خان پاکستانے وګړے یا پاکستانی نژاد نه دے، بلکې هغه افغان وګړے دے۔ هغه وویل چې لقمان خان څو کاله په پاکستان کښې د …
په امريكائي ښار ډیلاویئر كښې نيولے شوے تن لقمان خان پاكستانے نه ٬ افغان وګړے دے: د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد۔4 دسمبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې په امريكائي ښار ډیلاویئر كښې نيولے تن لقمان خان پاكستانے نه ٬ افغان وګړے دے۔ د بهرنیو چارو وزارت ویاند د زيارت په ورځ وویل چې زموږ د پوښتنو او معلوماتو له مخې لقمان خان پاکستانے وګړے یا پاکستانی نژاد نه دے، بلکې هغه افغان وګړے دے۔ هغه وویل چې لقمان خان څو کاله په پاکستان کښې د کډوال په توګه تیر کړل او بیا امريكا ته لاړو ، چرته چې هغه د خپل ژوند ډیره برخه تیره کړې ده۔












