اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ سينئر لارښود او سينيټر وقار مهدي په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د هېواد په سياسي صورتحال٬آئيني چارو او د اين ايف سي ايوارډ پشمول د شريكې خوښې ګڼ شمېر معاملات تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ سينئر لارښود او سينيټر وقار مهدي ملاقات
اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ سينئر لارښود او سينيټر وقار مهدي په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د هېواد په سياسي صورتحال٬آئيني چارو او د اين ايف سي ايوارډ پشمول د شريكې خوښې ګڼ شمېر معاملات تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو په هېواد كښې د جمهوري ادارو استحكام٬ په مختلف آئيني معاملات پېشرفت او د بين الصوبائي همغږۍ پهچارو د خپل دريځ څرګندونه وكړه ۔اين ايف سي ايوارډ په اړه هم خبرې وشوې چې پكښې د وسائلو منصفانه وېش او د صوبو مالي ضروريات په موضوعات بحث وشو












