د بنو بريد كښې د شهيدو شوو د جنازې مونځ د سركاري درناوي سره بنو كينټ كښې ادا كړے شو

پیښور 02 دسمبر (اے پي پي) په بنو ميران شاه سړك د شمالي وزيرستان اسسټنټ كمشنر شاه ولي خان په ګاړي د ترهه ګرو بريد كښې د شهيدو شوو د جنازې مونځ د سركاري اعزاز سره بنو كينټ كښې ادا كړے شو۔د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري شهاب علي شاه٬د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حميد٬ د بنو ريجنل پوليس افسر سجاد خان٬ د بنو كمشنر خالد محمود٬جي او سي سيون ډويژن …

پیښور 02 دسمبر (اے پي پي) په بنو ميران شاه سړك د شمالي وزيرستان اسسټنټ كمشنر شاه ولي خان په ګاړي د ترهه ګرو بريد كښې د شهيدو شوو د جنازې مونځ د سركاري اعزاز سره بنو كينټ كښې ادا كړے شو۔د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري شهاب علي شاه٬د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حميد٬ د بنو ريجنل پوليس افسر سجاد خان٬ د بنو كمشنر خالد محمود٬جي او سي سيون ډويژن ميجر جنرل عادل افتخار٬بریګیډیئر عمیر خان نیازي ، ډی پي او بنوں یاسر آفریدي ، ډی پی او نارتھ وزیرستان سجاد حسین، ډپټي کمشنر محمد فھیم خان، ایس پی سي ټي ډی فضل واحد پشمول نورو سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو ۔شهيدانو تابوت ته سلامي وكړه او د ګلونو څادر يې خپور كړو۔چيف سېكرټري او د خېبرپښتونخوا آئي جي شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل شهيدانو د كار سركار ادائيګۍ په مهال د هېواد او قام په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔دوي ووئيل د ترهه ګرو بزدلانه بريدونه زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ د شهيدانو قربانۍ به چرې هم هيرې نه كړې شوو او د دې عزم پخلے كوو چې ترهه ګر به ډېر زر خپل انجام ته رسولې شي او د هغوي به مكمل خاتمه كولې شي۔

مزید خبریں