ډېره اسماعيل خان٬ نفسياتي رنځورې مور خپله دوه كلنه لور او د 40 ورځو زوي زبح كړل

ډېره اسماعيل خان۔2 دسمبر(اے پي پي) په دين پور سيمه كښې يوې نفسياتي رنځورې مور خپله 2 كلنه لور او يو د 40 ورځو زوي زبح كړل۔ ډي ايس پي سټي سركل حافظ محمد عدنان په مشرۍ كښې د پولسي نفرۍ په موقعه ملزمه ونيوله۔ به تهاڼه كېنټ كښې د دين پور استوګن ثناﺀ الله يوسف زئي د پلار نوم صاحبزاده راپورټ درج كړو چې ماته پلار فون وكړو او …

ډېره اسماعيل خان۔2 دسمبر(اے پي پي) په دين پور سيمه كښې يوې نفسياتي رنځورې مور خپله 2 كلنه لور او يو د 40 ورځو زوي زبح كړل۔ ډي ايس پي سټي سركل حافظ محمد عدنان په مشرۍ كښې د پولسي نفرۍ په موقعه ملزمه ونيوله۔ به تهاڼه كېنټ كښې د دين پور استوګن ثناﺀ الله يوسف زئي د پلار نوم صاحبزاده راپورټ درج كړو چې ماته پلار فون وكړو او زما يې د ملزمې زينت سره خبرې راوكړې ٬ مېرمن په ژړا راته ووئېل چې زر كور ته راشه چې زه كور ته راغلم نو په كوټه كښې زما دوه كلنه لور نور افرا بي بي او د 40 ورځو زوي سهېل زبح شوي مړه پراته وو٬ كوم چې زما ښځې زينت په نامعلومه سبب وژلي دي۔ د پیښې اطلاع تر لاسه كېدو سره د ډي ايس پي سټي سركل په مشرۍ كښې د پوليس نفري د پیښې ځائے ته ورسېده او د مړو تر لاسه كولو سره يې د وژلے شوو ماشومانو مور ونيوله د كومې نه چې د قتل چاړه هم برآمد شوه۔د زرائعو تر مخه ملزمه 5 كاله وړاندې دماغي رنځ باندې اخته شوې وه د كومې چې دارو درمل هم شوي وو۔

مزید خبریں