د شمالي وزيرستان اسستنټ كمشنر شاه ولي خان بريد كښې شهيد شو ٬ په قافله بريد كښې دوه پوليس اهلكار ٬ يو لاروے هم شهيد شو

پیښور 02 دسمبر (اے پي پي) د شمالي وزيرستنان اسسټنټ كمشنر شاه ولي خان په قافله بريد كښې شهيد شو۔ په بريد كښې د دوو پوليس اهلكارو بشمول درې كسان شهيدان او درې ژوبل شول۔ د ډي پي او بنو تر مخه دا پیښه د نهې په ورځ د معصوم آباد ممند خېل په سيمه كښې رامخې ته شوه۔ اسسټنټ كمشنر شاه ولي خان د خپل سكواډ سره په بنو …

پیښور 02 دسمبر (اے پي پي) د شمالي وزيرستنان اسسټنټ كمشنر شاه ولي خان په قافله بريد كښې شهيد شو۔ په بريد كښې د دوو پوليس اهلكارو بشمول درې كسان شهيدان او درې ژوبل شول۔ د ډي پي او بنو تر مخه دا پیښه د نهې په ورځ د معصوم آباد ممند خېل په سيمه كښې رامخې ته شوه۔ اسسټنټ كمشنر شاه ولي خان د خپل سكواډ سره په بنو ميرانشاه روډ سفر كولو چې وسله والو كسانو پرې بريد وكړو۔ د بريد په نتيجه كښې اسستنټ كمشنر شاه ولي خان په هغه دم شهيد شو۔ شهيدو شوو كښې دوه پوليس اهلكار او يو لاروے هم شامل دے۔ په بريد كښې د شاه ولي خان سره دوه امنيتي اهلكارو او ډرائيور پشمول درې كسان ژوبل شول كوم جې سمدستي ډسټركټ هيډ كوارټر هسپتال بنو ته ورسولے شول۔ د پوليس تر مخه بريد كوونكو د ژوبل شوو پوليس اهلكارو نه وسله هم واغستله۔ په آكاهۍ تر لاسه كېدو د پوليس نفري د پیښې ځائے ته ورسسېده او سيمه يې ولقه كښې واغستله او سرچ آپرېشن يې پېل كړو۔ اسسټنټ كمشنر بنو تصديق كړے چې د بريد نه پس د اسستنټ كمشنر شاه ولي خان سره رابطه منقطع وه او بريد ډېر په منظم ډول شوے دے۔

مزید خبریں