پېښور 02 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي بنوں كښې د اسسټنټ كمشنر شمالي وزيرستان په قافله د بريد غندنه وكړه۔د پېښور وزيراعليٰ هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعليٰ په بريد كښې د اسسټنټ كمشنر، دوه پوليس اهلكارو او يو لاروي په شهادت د افسوس څرګندوني سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل صوبائي حكومت د شهيدانو كورنيو په غم كښې …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ بنوں كښې د اسسټنټ كمشنر شمالي وزيرستان په قافله د بريد غندنه وكړه ۔ د پوليس آئي جي څخه د پېښې رپورټ وغوښتلے شو
پېښور 02 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي بنوں كښې د اسسټنټ كمشنر شمالي وزيرستان په قافله د بريد غندنه وكړه۔د پېښور وزيراعليٰ هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعليٰ په بريد كښې د اسسټنټ كمشنر، دوه پوليس اهلكارو او يو لاروي په شهادت د افسوس څرګندوني سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل صوبائي حكومت د شهيدانو كورنيو په غم كښې شريك دے او د هغوې به هر ممكن مرسته كولې شي۔وزيراعليٰ د پوليس آئي جي څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔ده ووئيل پېښه د افسوس وړ ده۔د هېواد دښمنه عناصر دې ډول بريدونه سره زمونږ حوصلې نه شي كمزوري كولې۔ وزيراعليٰ ووئيل د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي او بريد كښې ككړ كسان به انجام ته رسولې شي۔ده اړوندو چارواكو ته د ژوبل كسانو سمدستي او ښه طبي مرستې سپارښتنه وكړه۔












