د سینیټ جنرل چوكۍ لپاره د ضمني ټاكنو شیډول جاري كړے شو

لاهور 02 دسمبر(اے پي پي) د سینیټر عرفان الحق صدیقي په مړينه د سېنېټ په خالي شوې جنرل چوكۍ د ضمني ټاكنو شیډول جاري کړے شو ۔ د صوبائي الیکشن کمشنر پنجاب خوك چې ټاكنو لپاره ریټرننګ آفیسر مقرر کړے شوے نن د 10 کورټ اسټریټ لاهور نه په رسمي توګه پبلک نوټس جاري کړو ۔ د شیډول تر مخه امیدوار به په 4 او 5 دسمبر 2025 ریټرننګ آفیسر …

لاهور 02 دسمبر(اے پي پي) د سینیټر عرفان الحق صدیقي په مړينه د سېنېټ په خالي شوې جنرل چوكۍ د ضمني ټاكنو شیډول جاري کړے شو ۔ د صوبائي الیکشن کمشنر پنجاب خوك چې ټاكنو لپاره ریټرننګ آفیسر مقرر کړے شوے نن د 10 کورټ اسټریټ لاهور نه په رسمي توګه پبلک نوټس جاري کړو ۔ د شیډول تر مخه امیدوار به په 4 او 5 دسمبر 2025 ریټرننګ آفیسر په دفتر كښې د نامزدګۍ كاغذات جمع کولې شي، ابتدائي فهرست به په 6 دسمبر شائع کولې شي، د کاغذات جانچ پړتال به تر 8 دسمبر مکمل کېږي ۔ د منظورۍ یا مسترد کیدو خلاف به اپیلونه په 10 دسمبر دائر کېدې شي او په اپیلونو فیصلو له 12 دسمبر2025 مقرر كړے شوے ۔ د كانديدانو نظرِ ثاني شوے حتمي فهرست به په 13 دسمبر جاري كېږي ۔ دغسې تر 15 دسمبر به کاغذاتِ بېرنه اغستلې كېږي او ضمني ټاكنو لپاره پولنګ به په 24 دسمبر2025 سهار 9 بجو نه تر مازيګر 4 بجو پنجاب اسمبلۍ كښې كېږي ۔۔

مزید خبریں