پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د ګل په ورځ كاناډا كښې مېشته پاکستانی نژاد نوموړي سماجی شخصیت او د انټرنېشنل ډویلپمنټ ایکسپرټ عمیر احد سره ملاقات کړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښي په چارو او د صوبې پرمختګ په اړه په مهمو نكاتو د خيالاتو څرګندونه شوې۔عمیر احد د نړيوال پرمختګ په چارو،ملګرو …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د نوموړي سماجی شخصیت عمیر احد ملاقات

مزید خبریں
پېښور 01 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د ګل په ورځ كاناډا كښې مېشته پاکستانی نژاد نوموړي سماجی شخصیت او د انټرنېشنل ډویلپمنټ ایکسپرټ عمیر احد سره ملاقات کړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښي په چارو او د صوبې پرمختګ په اړه په مهمو نكاتو د خيالاتو څرګندونه شوې۔عمیر احد د نړيوال پرمختګ په چارو،ملګرو ملتونو ، کینیډا ډیلیګیشنز او د نړيوالو ادارو سره د خپل پېشه وره خذمات په اړه ګونر خبر كړو۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا د ملګرو ملتونو ادارو، نړيوال ډونرز، ګلوبل ډویلپمنټ پروګرامز او بېلو تعلیمی و تحقیقی ادارو سره د صوبې د تړلو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ووئيل نړيوالو ادارو سره قوي رابطې د صوبې پرمختګ لپاره ضروري دي او په دې اړه عملی مرسته خوشبينه ده۔ده د عمیر احمد هڅو، خدمات او جذبات ته پيرزوئنې وړاندې كړې









