لاهور۔30 نومبر(اے پی پی) د نړۍ نوموړې او ځانګړې كلتوري او تاريخي ادارې برټش میوزیم د ډاكټر طاهر القادری د قرآن انګليسي ترجمه The Glorious Quranپه خپل اسلامک ورلډ ګیلری كښې په باضابطه توګه شامله كړې ده۔ د وياند نور اے صديقي له مخې دا شموليت نه يوازې د ډاكټر طاهر القادري د علمي خذماتو په نړيواله كچه اعتراف دے بلكې دا د قرآني علومو عصري تشريح لپاره په نړيواله …
برټش میوزیم د ډاكټر طاهر القادری د قرآن انګليسي ترجمه په خپل اسلامک ورلډ ګیلری كښې شامله كړه

مزید خبریں
لاهور۔30 نومبر(اے پی پی) د نړۍ نوموړې او ځانګړې كلتوري او تاريخي ادارې برټش میوزیم د ډاكټر طاهر القادری د قرآن انګليسي ترجمه The Glorious Quranپه خپل اسلامک ورلډ ګیلری كښې په باضابطه توګه شامله كړې ده۔ د وياند نور اے صديقي له مخې دا شموليت نه يوازې د ډاكټر طاهر القادري د علمي خذماتو په نړيواله كچه اعتراف دے بلكې دا د قرآني علومو عصري تشريح لپاره په نړيواله كچه نوې معنويت هم برابروي۔ په كال 1753 كښې جوړ شوے برټش میوزیم د تاریخ، كلتور ٬ علم او تحقيق نړيوال مركز دے د كوم په اسلامك ورلډ ګېلری كښی چې د اتمې پېړۍ ناياب نسخې ٬ د قرآن كريم تاريخي او خطاطي نمونې ٬ فهي مخطوطات او تصوف سره اړوند مهم كتابونه موجود دي۔ د پوهانو وېنا ده چې د برټش میوزیم په څير نړيواله ادارې كښې د طاهر القادري د ترجمې موجودګي د دې خبرې ثبوت دے چې په دې دور كښې د قرآن مجيد تفسير ٬ تحقيق او بېن المذاهب فهم ته وده وركولو كښې د ډاكټر طاهر القادري خذمات په نړيواله كچې تسليمولې شي۔









