پېښور 27 نومبر (اے پي پي)پېښور كښې د ايف سي په هيډكوارټرز د شوي بريد په لر كښې نوې معلومات رامخې ته شوي٬په دې كښې استعمال شوے موټرسائيكل د غلا وختلو ۔د ترهه ګرۍ مخ نيوي محكمې(سي ټي ډي)او د خېبرپښتونخوا پوليس له مخې بريد كوونكو لخوا استعمال شوے موټر سائيكل د غلا راختلے ۔پوليس چارواكو ووئيل چدا موټرسائيكل د پینډۍ څخه غلا شوے او اړونده تهاڼه كښې د دې …
د پیښور په چاودنه كښې كارولے شوے موټر سائيكل د غلا ؤ ۔پوليس چارواكي

مزید خبریں
پېښور 27 نومبر (اے پي پي)پېښور كښې د ايف سي په هيډكوارټرز د شوي بريد په لر كښې نوې معلومات رامخې ته شوي٬په دې كښې استعمال شوے موټرسائيكل د غلا وختلو ۔د ترهه ګرۍ مخ نيوي محكمې(سي ټي ډي)او د خېبرپښتونخوا پوليس له مخې بريد كوونكو لخوا استعمال شوے موټر سائيكل د غلا راختلے ۔پوليس چارواكو ووئيل چدا موټرسائيكل د پینډۍ څخه غلا شوے او اړونده تهاڼه كښې د دې ايف آئي آر درج ؤ ۔ موټرسائيكل غلا كېدو نه پس ترهه ګرو دا بريد لپاره كارولے دے ٬د دې په اړه پلټنې په تندۍ سره روانې دي۔پوليس وينا ده د بريد په اړه ځينې نامعلوم كسان په حراست كښې اخستلې شوي دي او د هغوي څخه د پلټنو عمل روان دے دغسې چې د بريد په شا د منصوبه سازو او ممكنه ترهه ګرو نيټ ورك پته ولګي۔د يادونې وړ ده پېښور كښې په ايف سي هيډكوارټر ځانمرګي بريد كښې درې اهلكار شهيدان او لس نور سخت ژوبل شوي وو۔په دې مهال امنيتي ځواكونو درې ترهه ګر په موقع وژلي وو۔ د چارواكو وينا ده د پلټنو نه پس د نور پېشرفت نه به اولس خبرولې شي او د ترهه ګرو مرسته كوونكي عناصرو په ضد به كاروائي كولې شي









