پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل خان آفريدي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د پېښور ضلعې د پارلماني غړو مهمه غونډه وشوه۔د پېښور وزيراعلي هاؤس وياند له مخې د خيبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په غونډه كښې د پېښور ښار بحالۍ او د ښار پرمختګ لپاره د 100 اربه روپو د پرمختيائي منصوبو لپاره د لويې ميټنګ رابللو اعلان وكړو۔په غونډه …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل خان آفريدي په مشرۍ كښې د پارليماني غړو مهمه غونډه

مزید خبریں
پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل خان آفريدي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د پېښور ضلعې د پارلماني غړو مهمه غونډه وشوه۔د پېښور وزيراعلي هاؤس وياند له مخې د خيبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په غونډه كښې د پېښور ښار بحالۍ او د ښار پرمختګ لپاره د 100 اربه روپو د پرمختيائي منصوبو لپاره د لويې ميټنګ رابللو اعلان وكړو۔په غونډه كښې موجوده او پخوانو غړو او سينئر قيادت ګډون وكړو۔په غونډه كښې په 7 دسمبر په پېښور كښې د عظيم الشان جلسې كولو پريكړه وشوه۔غونډي ته وينا كښې وزيراعلي محمد سهيل آفريدي ووئيل د پېښور ښار بحالي او پرمختيائي منصوبو كښې به تندي راوستلې شي۔ده ووئيل پېښور د صوبې سرښار او اصل مخ دے،د پېښور ميګا پراجيكټس او مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي









