د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي هنګو كښې په پوليس چيك پوسټ د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي هنګو كښې د پوليس په چيك پوسټ د ترهه ګرو د بريد غندنه كړې ده۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر شهيدو شوو 3 پوليس اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې او د هغوي لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره يې دعا وكړه۔ ګورنر په بريد كښې د ژوبل شوو پوليس اهلكارو زر روغتيا لپاره …

پېښور 27 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي هنګو كښې د پوليس په چيك پوسټ د ترهه ګرو د بريد غندنه كړې ده۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر شهيدو شوو 3 پوليس اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې او د هغوي لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره يې دعا وكړه۔ ګورنر په بريد كښې د ژوبل شوو پوليس اهلكارو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس په مړانه د ترهه ګرو مقابله كوي،د پوليس شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي

مزید خبریں