پیښور٬ په ايف سي هيډ كوارټر د ترهه ګرو د بريد مقدمه سي ټي ډي كښې درج شوه

پیښور ۔ 25 نومبر (اے پي پي) پیښور كښې د فېډرل كانسټېبلري په هيډ كوارټر تېره ورځ د شوي ترهه ګر بريد مقدمه د ترهه ګرۍ مخ نيوي ادارې(سي ټي ډي) كښې د ترهه ګرۍ دفعات تر مخه د نا معلومه كسانو په ضد درج كړې شوه۔ د پوليس تر مخه د مقامي ايس ايچ او عبدالله جلال په مدعيت كښې مقدمه درج شوه۔ د ايف آئي آر په متن …

پیښور ۔ 25 نومبر (اے پي پي) پیښور كښې د فېډرل كانسټېبلري په هيډ كوارټر تېره ورځ د شوي ترهه ګر بريد مقدمه د ترهه ګرۍ مخ نيوي ادارې(سي ټي ډي) كښې د ترهه ګرۍ دفعات تر مخه د نا معلومه كسانو په ضد درج كړې شوه۔ د پوليس تر مخه د مقامي ايس ايچ او عبدالله جلال په مدعيت كښې مقدمه درج شوه۔ د ايف آئي آر په متن كښې وئېلې شوي چې درې موټر سائيكل ناستو ترهه ګرو د ايف سي په هيډ كوارټر بريد وكړو چې پكښې يو بريد كونكي ځان په لويه دروازه والوځولو او دوه ترهه ګر په ډزو كولو دننه داخل شول ٬ د بريد په نتجه كښې 3 ځوانان شهيدان او 11 ژوبل شوي وو۔ د ايف آئي آر تر مخه د پیښې ځائے نه د 27 نه زيات خالي كارټوس تر لاسه شوي او د ترهه ګرو په كاروائي د هيواد سلامتيا او سركاري املاك ته ډېر زيان ورسېد۔ د پوليس وېنا ده د پیښې پلټنې روانې دي او د ترهه ګرو نېټ ورك ته رسېدو لپاره د شواهدو د هر اړخ نه جاج اغستلے كېږي۔

مزید خبریں