د صوبې روښانه څېره رامخې ته كولو له ادب او كلتور ته وده وركول زياته ضروري ده : د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي د صوبې روښانه څېره رامخې ته كولو لپاره ادب او كلتور ته وده وركول زياته ضروري ده ٬ زمونږ ځوانان په هره يوه څانګه كښې د خپلو صلاحيتونو په زړه پورې څرګندونه كوي٬ د داسې صلاحيت لرونكو ځوانانو سرپرستي به ګورنر هاؤس كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي چېنل ریئلټی …

پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي د صوبې روښانه څېره رامخې ته كولو لپاره ادب او كلتور ته وده وركول زياته ضروري ده ٬ زمونږ ځوانان په هره يوه څانګه كښې د خپلو صلاحيتونو په زړه پورې څرګندونه كوي٬ د داسې صلاحيت لرونكو ځوانانو سرپرستي به ګورنر هاؤس كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي چېنل ریئلټی شو ونر سېف علی خان سره په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل په اولني ځل د خېبر پښتونخوا نمائندګي كولو سره د تماشه سيزن فور ټائټل ګټل صوبې لپاره د وياړ وړ پړاؤ دے۔ ده د سېف علی خان په زړه پورې كاركردګي ځوان كول لپاره مثبت مثال ګرځولو سره ووئيل دا ډول صلاحيت لرونكي ځوانان د صوبې سافټ امېج رامخې ته كوي۔ ګورنر د ده د پلار شهيد آصف خان باغي قربانۍ ته هم د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د سېف علي خان جذبه او كردار ځوانانو ته منفي فعاليتونو ٬ نشائي توكو او په خاص توګه آئس څخه د لرې پاتې كېدو پېغام وركوي۔ ګورنر ووئيل په ګورنر هاؤس كښې ځوانانو لپاره به ډېر زر فېسټیولز، ټېلنټ هنټ ایوارډز او يو شمېر پرمختيائي اقدامات پېل كړې شي دغسې چې د صوبې ټېلنټ لپاره په قامي كچه په زړه پورې موقعې برابر كړې شي۔ ده سېف علی خان ته خصوصي شيلډ هم وركړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سېف علي خان تعلق پېښور سره دے۔ د ده والد صاحب آصف خان باغي په 27 جنوری 2007 ډي آئي جي ملك سعد شهيد سره په ډھکی دالګره پېښور كښې په يو ځانمرګې بريد كښې شهيد شوے ؤ۔ سېف علی خان په دې موقع په ډاډګيرنه او مرسته كولو د ګورنر مننه وكړه۔

مزید خبریں